د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د ایم ټي ان شرکت مسؤلینو سره ولیدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۹:۱۱
د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د ایم ټي ان شرکت مسؤلینو سره ولیدل

۱۶ شعبان المعظم ۱۴۴۵- د افغانستان بانک او د ایم ټي ان شرکت نویو مسؤلینو ترمنځ د برېښنايي معاملاتو  په برخه کې د همکارۍ او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه غونډه جوړه شوه.

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري وویل چې د افغانستان بانک په معاملاتو کې د نغدو پیسو د کارَونې د کچې راکمولو او د برېښنايي معاملاتو د ترویج په برخه کې هر ډول هڅو او نوښتونو ته د قدر په سترګه ګوري او ژمن دی ترڅو د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې په هېواد کې د بانکي او غیربانکي مالي مؤسساتو د فعالیتونو څخه ملاتړ وکړي. ښاغلي بدري په راکړو ورکړو کي د برېښنایی پیسو رول مهم وباله او په یاد سکتور کې  یې د ایم ټي ان شرکت د نویو مسؤلینو لخوا د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د هغوی د ژمنو هرکلی وکړ او هغوی ته یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

ښاغلي بدري زیاته کړه چې موږ چمتو یو ترڅو د معیاري او مؤثرو خدمتونو او آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د نویو سیستمونو د فعالیدو لپاره پانګوالو، شرکتونو او سوداګرو ته د همکارۍ لاس ورکړو.

د ایم ټي ان شرکت مسؤلینو یادَونه وکړه چې یاد شرکت په افغانستان کې له ډیرې مودې راهیسې د هېواد وګړو ته خدمات وړاندې کوي او غواړي چې په ځانګړې توګه د برېښنايي پيسو په برخه کې د خپل فعالیت لمنه نوره هم پراخه کړي او د معیاري خدمتونو لپاره د لا زیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه نویو سیستمونو ته پراختیا ورکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد، د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمر ښاغلي اسد الله مشفق او د غیر بانکي مالي مؤسساتو آمریت معاون ښاغلي شاه پور میاخیل هم ګډون درلود.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

بېرته خبرونه ته