د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

یاده نړیواله ناسته، چې د جولای میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د مراکش د رباط په ښار کې جوړېږي، د اسلامي مالي سکتور، بانکي شفافیت، مالي ثبات او نړیوالو همکاریو پر پراخوالي تمرکز لري.

په دغه غونډه کې، د افغانستان بانک د پلاوي ګډون د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او د نړیوالو اسلامي مالي بنسټونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام دی او تمه ده چې دا سفر به د اسلامي مالي او بانکي خدمتونو په برخه کې د همکاریو لپاره یو نوی فصل پرانیزي.

په دې ناسته کې به د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو مشران او لوړپوړي استازي ګډون ولري، او د اسلامي بانکوالۍ مهمې تجربې به سره شریکې شي. د افغانستان بانک د استازو ګډون کولای شي چې د هېواد دننه د اسلامي بانکوالۍ د ودې او پراخوالي لپاره نوې لارې هوارې کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

بېرته خبرونه ته