د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۱ - ۱۸:۲۱
د افغانستان بانک خبرتیا!

دا خبرتیا له سوداګریزو بانکونو سره د خلکو د امانتونو په اړه د مخکینۍ خبرتیا په تعقیب سره ټولو هېوادوالو ته وړاندې کېږي:

درنو پېرودونکو ته د امانتونو د ورکړې د پروسې د آسانتیا، د هېوادوالو د مالي ستونزو د حل او د بانکي فعالیتونو او خدمتونو په وړاندې کولو کې ټول سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو نمایندګۍ د لاندې شرایطو پر پلي کولو مکلف دي:

۱ – د امریکایي ډالرو انفرادي حساب لرونکو ته په اونۍ کې د (۴۰۰) څلور سوه امریکایي ډالرو ورکول او که چېرته په میاشت کې یوازې یو ځل د پیسو غوښتنه کېږي پېرودونکو ته په میاشتني ډول (۱۲۰۰) دولس سوه امریکایي ډالر ورکول کېږي؛

۲ – د افغانۍ انفرادي حساب لرونکو ته په اونۍ کې (۳۰،۰۰۰) دیرش زره افغانۍ ورکول او که چېرته په میاشت کې یوازې یو ځل پیسې ایستل کېږي پېرودونکو ته په میاشتني ډول (۱۰۰،۰۰۰) سل زره افغانۍ ورکول کېږي؛ او

۳ – له موجه اسنادو او دلایلو پرته له انفرادي حسابونو څخه شرکتي حسابونو ته د سوداګریزو بانکونو له لوري د پیسو نه لېږدول.

همدارنګه ټولو سوداګریزو بانکونو ته لارښوونه کېږي چې که د  ۱۲/۰۸/۱۴۰۰ نېټې وروسته څوک بانکونو ته نغدې پیسې راوړي پېرودونکي کولای شي چې هر وخت وغواړي بېرته یې په مکمله توګه نغدې واخلي او یا یې کوم بل حساب ته ولېږدوي. هغه سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو نمایندګۍ چې سرغړونه وکړي او یا هم له پېرودنکو په دې اړه مستند شکایتونه تر لاسه شي له دوی سره به اصولي چلند وشي.

د افغانستان بانک د خپلې ژمنې پر بنسټ هڅه کوي چې په دې برخه کې د خپلو هېوادوالو لپاره نورې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي او د بانکي نظام ټول فعالیتونه عادي حالت ته را وګرځوي، ترڅو په دې وسیله درنو هېوادوالو ته د اغېزناکو خدمتونو ترڅنګ د لویو اقتصادي پروژو په تمویل او بیا رغونه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

آخرین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۲
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیون دالر امریکایی را لیلام میکند

5 محرم‌ الحرام 1447 - د افغانستان بانک الی مبلغ (15) میلیون دالر امریکایی را طی داوطلبی به روز چهار شنبه مؤرخ 6 محرم‌ الحرام 1447(1404/04/11) بطور لیلام بفروش می رساند. بدینوسیله از. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۳۶
Background image

سرپرست ریاست‌ کُل د افغانستان بانک عازم مراکش شد

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – محترم نور احمد آغا سرپرست ریاست‌ کُل د افغانستان بانک، در رأس یک هیئتی جهت اشتراک در کنفرانس سالانه خدمات مالی اسلامی، عازم کشور مراکش گردید.

این کنفرانس بین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با رئیس اتاق‌ تجارت افغانستان و امریکا دیدار کرد

۲ محرم ‌الحرام ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک، در دفتر کاری‌اش با محترم جیفری گریکو رئیس اتاق ‌ مشترک تجارت افغانستان و امریکا، دیدار نمود.

در این نشست، پیرامون. . .

بازگشت به خبر