د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: عمومي عملیاتي مرستیال
آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت
گریډ: یوولسم (۱۱)
د پیل نېټه: ۱۴۴۷ د رمضان المبارک ۲۱
د پای نېټه: ۱۴۴۷ د شوال المکرم ۶
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، مشري، څارنه، کنترول او ارزونه، د کار د ښه والي لپاره د هڅونې رامنځته کول، د کار اغېزناکتیا او تولید زیاتول، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او د هغوی د ظرفیت لوړول او د لوی آمر د نه شتون په صورت کې د هغوی سرپرستي کول.
• د (Database Administration، Application Management ,CCTV( ټیمونو مستقیمه رهبري او څارنه او د اړوند سیستمونو او زیربناوو د دوامداره، خوندي او اغیزناک فعالیت څخه ډاډ ترلاسه کول.
• په کاري ساحه کې د کاري پلان سره سم د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د قوانینو، مقرراتو او تګلارو سره سم د سرچینو، فعالیتونو او کارکړنو مدیریت.
• د افغانستان بانک د ستراتیژۍ سره سم مناسب اصلاحات او نوښتونه رامنځته کول او د لوایحو، کړنلارو او تګلارو د تطبیق ملاتړ کول.
• د آمریت د لوړپوړو غړو او تر لاس لاندې څانګو سره د دوراني غونډو تنظیمول او د کړنلارو له مخې د سپارل شویو دندو تعقیب.
• کارکوونکو ته په اغېزناکه توګه د دندو د ترسره کولو په موخه لارښوونه، او د اړوند مرستیالیت لپاره د مقرراتو، لوایحو، کړنلارو او لارښودونو چمتو کول او د هغې څخه څارنه ترسره کول.
• د اړوندو کارونو د ترسره کولو بهیر د آسانتیا په موخه د اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ ټینګول.
• د لوی آمر سره د آمریت د تګلارو، مقرراتو، لوایحو، کاري کړنلارو، معیاري فورمو، او همدارنګه د تشکیلاتي جوړښت د اصلاح او تعدیل، د لنډمهاله او ستراتیژیکو پلانونو د طرحې، ترتیب، تطبیق او رهبرۍ په برخه کې همکاري کول.
• د خطر مدیریت اغېزناک میکانیزمونو، د خدماتو د دوام پلان (Business Continuity) او د پېښو وروسته د بیا رغونې پلانونو (Disaster Recovery) طرح او تطبیقول، تخنیکي او امنیتي پېښو ته د ځواب ویلو سیستم پیاوړی کول او له سرچینو، تجهیزاتو او معیاري ټکنالوژیو څخه اغېزناکه ګټه اخیستل.
• د اړوند آمریت د ستراتیژۍ په تطبیق او په مرکزي رول کې د ظرفیت لوړونې په برخه په ځانګړي ډول د بانک د منځمهاله او اوږدمهاله ستراتیژۍ د تطبیق په ملاتړ کې له لوی آمر سره همکاري کول.
• د تګلارو، لوایحو، مقرراتو او قوانینو له مخې د اړوند مرستیالیت کارکوونکو ته تخنیکي لارښوونې او مشورې ورکول.
• د مستقیم مدیر په هوکړه د ټولو اړوندو آمریتونو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د خدمتونو د آسانتیاوو د برابرولو څخه ډاډ ترلاسه کول.
• د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت د کاري پلان پر بنسټ د بودجې اړتیاوې تشخیص او وړاندیز کول.
• د افغانستان بانک د موخو د ترلاسه کولو په موخه د اړتیا په صورت کې د افغانستان بانک او یا نورو اړوندو ادارو د اړوندو کمېټو په غونډو کې ګډون کول.
• د High Availability، Backup Management او Disaster Recovery میکانیزمونو د تطبیق له لارې د (Mission Critical Systems) حیاتي سیستمونو ته د لاسرسي تضمینول.
• د سیستمونو، ډیټابېسونو او اپلېکېشنونو د سایبري امنیت، او همدارنګه د څارنیزو سیستمونو (CCTV) د فزیکي امنیت څخه څارنه کول.
• د غوره نړیوالو تجربو سره سم د Incident Management، Problem Management او Change Management چوکاټونو رامنځته کول او تطبیق.
• د (Capacity Planning) سیستمونو د ظرفیت ارزونه او د بانک د عملیاتي اړتیاوو پر بنسټ د تخنیکي لوړونې یا اصلاح وړاندیز کول.
• د بانک د رهبرۍ پلاوي او د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمر ته د اړوند مرستیالیت د تخنیکي او عملیاتي موضوعاتو په اړه اړین معلومات وړاندې کول.
• د پر وخت رسیدنې او د اړوندو برخو لپاره د نوو کړنلارو د تطبیق په موخه د چارو تنظیمول.
• د مدیریتونو سره په همکارۍ او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر په هوکړه د معلوماتي ټکنالوژۍ د بودجې د ترتیب څخه ډاډ ترلاسه کول.
• د معلوماتو د مرکز، سرورونو، ډیټابېسونو، اپلېکېشنونو او څارنیزو سیستمونو د ورځنیو عملیاتو مدیریت.
• د خدمتونو د دوام پلان (BCP) او د پېښو وروسته د بیا رغونې پلان (DRP) د تطبیق څارنه او د دوراني ازموینو ترسره کول.
• د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند عملیاتي خطرونو مدیریت او رهبرۍ پلاوي ته د تحلیلي راپور وړاندې کول.
• د سیستمونو، بدلونونو او پېښو د تخنیکي اسنادو د ساتنې څخه ډاډ ترلاسه کول.
• د تجهیزاتو، جوازونو او تخنیکي خدمتونو اړوند تخنیکي قراردادونو څارنه کول.
• د کاري پلانونو ترتیب او واک لرونکو چارواکو ته د کاري راپور وړاندې کول.
• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
• د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لیسانس او د دندې اړوند تخصصي اسنادو درلودل، او په یادو برخو کې د ماسترۍ درجې ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
• د دندې اړوند (۵) کاله کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
- د هیواد په رسمي ژبو او انګلیسي ژبې بلدتیا
- د مدیریتي مهارتونو درلودل
- د کمپیوټري پروګرامونو او د بانکي سیستمونو، ډیټابېسونو، اپلېکېشنونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د نورو برخو سره بلدتیا.
- د Linux او Windows Server چاپېریالونو کې د سیستمونو د تطبیق، څارنې او د تخنیکي ستونزو د حل وړتیا.
- د DevOps ، CI/CD، او Containerization مفاهیمو سره بلدتیا او د مجازي (Virtual) او کلستر شوو چاپېریالونو مدیریت.
- د (Oracle, MS SQL Server, MySQL) ډیټابېسونو د مدیریت په برخه کې مهارت چې د فعالیت مطلوبیت او د د Backup، Replication، Clustering او Disaster Recovery میکانیزمونو طرحه او تطبیق پکې شامل دي.
- د بانک په حیاتي سیستمونو کې د High Availability، Load Balancing او Capacity Planning مفاهیمو باندې تسلط درلودل.
- د څارنیزو او امنیتي سیستمونو (CCTV) د مدیریت او څارنې وړتیا، چې پکې Video Management Systems (VMS)، NVR، د معلوماتو زیرمه کول او له نورو امنیتي سیستمونو سره یوځای کول شامل دي.
- د معلوماتي ټکنالوژۍ د خدمتونو د مدیریت چوکاټونو (IT Service Management) د تطبیق وړتیا، او د پېښو، بدلونونو او عملیاتي خطرونو مدیریت.
- په Virtualization Technologies باندې تسلط او د Cloud او Hybrid زیربناوو سره بلدتیا.
- د تخنیکي تحلیل، د پېچلو ستونزو د تشخیص، د عملي حل لارو وړاندې کولو او مسلکي مستند کولو وړتیا.
- د اړینو سرویسونو، اپلېکېشنونو او سافټویرونو د ډیزاین او پراختیا په برخه کې بشپړه وړتیا او نوښت.
- د سافټویر د پراختیا پروژو د مدیریت بشپړه وړتیا.
- د لیکونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکنې وړتیا.
- په خبرو کې فصاحت او بلاغت.
- د کاري مسوولیتونو درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندنه.
- د دندې د محرمیت ساتنه.
- د بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا.
- د مرکزي بانک د موخو او دندو څخه پوهاوی.
شخصي صفتونه او ارزښتونه
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښې بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.