د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي د څلور نوي یمې غونډې جوړیدل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۱۱:۳۶
د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي د څلور نوي یمې غونډې جوړیدل

د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي څلور نوي یمه غونډه د ۱۴۴۳ کال د ذوالقعدې په ۲۱ (۱۴۰۱/۰۳/۳۰) نېټه په انلاین ډول ترسره شوه. په دې غونډه کې د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک د رئیس او د هغه د مدیره پلاوي غړو ګډون درلوده.

په دې غونډه کې لومړی د مدیره پلاوي د غړو لخوا مخکینۍ صورت جلسه تصویب شوه او وروسته د یاد بانک مالي راپورونه او د ۲۰۲۱ کال کلنی راپور د مدیره پلاوي لخوا د تائید وړ وګرځېدل.

ورپسې د پاکستان یو شمېر مالي ادارو ته د پور ټاکلې کچه (حد) تر بیاکتنې لاندې ونیول شو او د غړي هېواد ایران یو شمېر بېخبنسټیزو پروژو ته د ایکو بانک د پورونو د بېرته اداینې راپور وړاندې شو.

په پای کې، له اجنډا سره سم د دې بانک د یو شمېر مقررو او پالیسیو د تصویب او تعدیل په اړه بحث او اړینې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده چې دا بانک په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د مالي او اعتباري اسانتیاوو د رامنځ ته کولو، دودولو او وړاندې کولو او همدا ډول د ایکو سازمان د مجموعې تر چتر لاندې ‎د غړو هېوادونو د اقتصادي پراختیا د چټکتیا په موخه تأسیس شوی، چې مرکز یې د ترکیې په استانبول ښار کې دی. افغانستان هم په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د دې بانک غړیتوب ترلاسه کړی او د یاد بانک په غونډو کې په منظمه توګه ګډون کوي.

د افغانستان بانک تل هڅه کړې څو له نړیوالو او سیمه ایزو مالي سازمانونو سره د خپلو اړیکو د تأمینولو او ښه والي په برخه کې فعاله ونډه ولري او د بانکي او مالي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د پام وړ رول ولوبوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته