د ایوفي او اسلامي پراختیایي بانک په کلنۍ غونده کې د افغانستان بانک د رئیس ګډون

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۸:۲۵
د ایوفي او اسلامي پراختیایي بانک په کلنۍ غونده کې د افغانستان بانک د رئیس ګډون

د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ یو پلاوي د اسلامي مالي مؤسساتو لپاره د محاسبې او تفتیش د ادارې (ایوفي) او د اسلامي پراختیایي بانک په نولسمه غونډه کې چې په بحرین هېواد کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

دا غونډه د روانې جمادي الاول د میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه چې د (۲۰۲۴ کال د نومبر له درېیمې او څلورمې نېټې) سره برابره ده جوړه شوې وه او په کې د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو او اسلامي سوداګریزو بانکونو نږدې درې سوه استازو ګډون درلود.

د یادې دوه ورځنۍ غونډې په پیلیزه برخه کې د افغانستان بانک رئیس ښاغلي نور احمد آغا وینا وکړه او د زکات، وقف، انفاق او صدقاتو اړوند مسائلو د لا ښه تنظیم لپاره د ادارو د جوړولو په ارزښت یې رڼا واچوله او د فقر په کمولو او په ټولنه کې د شتمنیو په عادلانه ویش کې یې د داسې ادارو رول مهم یاد کړ. نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د سودي بانکوالۍ د ممنوعیت او د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او د بانکي نظام د ثبات په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

ښاغلي نور احمد آغا له  ایوفي، اسلامي پراختیایي بانک او نورو اړوندو ادارو څخه د ظرفیت جوړونې، روزنیزو پروګرامونو، زکات او وقف د ښه مدیریت، اسلامي بانکوالۍ ته د بانکونو د اړولو او په افغانستان کې د یو حلال، با ثباته، شفاف او قوي مالي او اقتصادي نظام د رامنځته کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته