د تش بست خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د افغاانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیر

اداره: د افغاانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ

د پیل نېټه: د ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۱۵

د پای نېټه: د ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۲۷

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

د ټکنالوژیکي پروژو مدیریت کول او پر وخت او له پلان سره سم د هغوی د پلي کولو تضمینول؛

د معلوماتي ټکنالوژۍ د عمومي مدیریت اړوند د پالیسیو د پراختیا، مقرراتو، لایحو، کاري کړنلاو، معیاري فورمو، د تشکیلاتي جوړښت اصلاح او تعدیل او همداراز د لنډمهاله او ستراتیژیکو پلانونو طرح، ترتیب، پلي او رهبري کول؛

د قوانینو، مقررو، لایحو او کاري کړنلارو پر بنسټ د ادارې د کړنو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ له ستراتیژۍ سره سم مناسب اصلاحات او نوښتونه رامنځته کول او د لایحو، کړنلارو او پالیسیو له پلي کولو څخه ملاتړ کول؛

د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت د کاري پلان پر بنسټ د بودجوي اړتیاوو پیژندنه او وړاندیز کول؛

د معلوماتي ټګنالوژۍ د سیستمونو پراختیا او مدیریت؛

د انسټیټیوټ د معلوماتي ټکنالوژۍ د اړتیاوو شنل؛

د کمپیوټرونو، سرورونو، پوستکالو او شبکو ساتنه او مدیریت؛

د معلوماتي ټکنالوژۍ د تجهیزاتو او سیستمونو نوي کول او د نوو ټکنالوژیو له کارولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د معلوماتو د امنیت د پالیسۍ پلي کول او د معلوماتو محرمیت ساتل؛

د ویروسونو، سایبري بریدونو او نورو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د اړینو تدابیرو نیول؛

د امنیتي کمرو مدیریت او د هغو د ستونزو حلول؛

د پوستکالو، سختکالو او شبکو د ستونزو حلول؛

د انسټیټیوټ له ستراتیژۍ سره د مناسبو اړیکو رامنځته کول او د لایحو، کړنلارو او پالیسیو ملاتړ کول؛

د کاري پلانونو ترتیبول او واک لرونکو مقاماتو ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.

د زده کړې کچه:

په کمپیوټر ساینس او د معلوماتي ټکنالوژۍ په نورو برخو کې د لیسانس سند اړین دی، او په یادو برخو کې د ماسټرۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

تجربه:

د دندې اړوند (3) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د معلوماتي ټکنالوژۍ د مدیر یا ورته دندې په توګه ثابته کاري تجربه، د شبکې، سایبري امنیت او تخنیکي وسایلو د مدیریت په برخه کې پیاوړې پوهه، د ټکنالوژیو او ښوونیزو سیستمونو د مدیریت په برخه کې تجربه، د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا، له کمپیوټري پروګرامونو سره بلدتیا او د نړېوالو تصدیقلیکنو درلودل، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسوولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو پیژندل، له عملیاتي چارو سره بلدتیا او د دندې د محرمیت ساتل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

په شرایطو برابر اشخاص کولای شي چې یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې CV یانې د vacancies@aibf.af برېښنالیک ته راواستوي.

 د آزموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شوو غوښتونکو سره اړیکه نیول کېږي.

 د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies