د تړون د ورکولو دپرېکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
موضوع: د افغانستان بانک د معلوماتی تکنالوژی لوی آمریت لپاره د دوه ډولو Ether net Primary او انترنت پریمیری خدماتو چمتو او تدارک کول پروسه:
لومړی لاټ د افغانستان فیض ستلایت کمیونیکیشن شرکت سره.
دویم لاټ د اسکای ویف تکنالوژیز انترنتی خدماتو شرکت ته د تړون ورکولو د پریکړئ خبرتیا.
د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د دویمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې : د افغانستان بانک د معلوماتی تکنالوژی لوی آمریت لپاره د دوه ډولو Ether net Primary او انترنت پریمیری خدماتو چمتو او تدارک کول پروسه لومړی لاټ د افغانستان فیض ستلایت کمونیکیشن شرکت ته ورکړي، چې د شرکت د D-39622 شمېرې جواز لرونکی او اصلي ځای یی د کابل مرکز ، شیرپور کې دی. په ټولیزه بیه (1،955،520) یو میلیونه نه سوه پنځه پنځوس زره او پنځه سوه شل افغانۍ او دویم لاټ د اسکای ویف تکنالوژیز انترنتی خدماتو شرکت ته ورکړې چې د شرکت د D-20140 شمېرې جواز لرونکی او اصلي ځای یی د کابل مرکز د شمشاد پلازا بره کی ، ۴ ناحیه کې دی. په ټولیزه بیه (2،324،400) دوه میلیونه دری سوه څلورویشت زره او څلور سوه افغانۍ تړون ورکړئ.
د حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان د خپریدو له نېټې تر اوو تقویمي ورځو د افغانستان بانک د تدارکاتو لوی آمریت ته، چې په ابن سینا واټ کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د عقد کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه عقد کیږی.