ګرانو هېوادوالو!

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۴:۵۶
ګرانو هېوادوالو!

که چېرې خصوصي بانکونو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا د بانک کارکونکي له تاسې سره نامناسب چلند کوي او یا هم ستاسې حقونه د اصولو پربنسټ نه درکول کیږي، نو کولای شئ چې خپل شکایت مو د اړوند بانک د شکایتونو اوریدلو برخې سره ثبت کړئ. که یاد بانک ستاسې شکایت ته رسیدنه ونکړي او یا هم ستاسې قناعت ترلاسه نشو، نو کولای شئ چې د customer.protection@dab.gov.af برښنالیک او یا د ۹۳۲۰۲۵۱۱۷۲۶+ شمېرې له لارې د افغانستان بانک د مالي پېرودونکو برخې سره مو خپل شکایت ثبت کړئ. موږ به ژر تر ژره ستاسو شکایتونو ته رسېدنه وکړو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته