ګالري

سپما؛ د راتلونکی هوساینه

ستاسې ګډون د بانکونو ترمنځ د سیالۍ روحیه پیاوړې کوي او د یو ثبات لرونکي او پیاوړي بانکي سکتور لپاره زمینه برابروي.

بانکونه ستاسې دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري. له خپلو بانکونو څخه ملاتړ وکړئ، ترڅو تاسې ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي

دا اف پی کارت دی، ګټور او د لاسرسي وړ. له هر بانک څخه یې ترلاسه کولای شئ او له ګټو څخه یې برخمن کیدلای شئ.

په اسلامي بانکوالۍ کې د رښتینولۍ، روڼتیا او پېرېدونکي د رضایت اصل په پام کې نیول کېږي او دنیوي او اخروي ګټې لري

اوس مهال زموږ پیسې د سیمې په کچه ثبات لرونکې پیسې دي

برېښنایي اداینې، چټکتیا او اغېزناکتیا

په هېواد کې د بانکوالۍ محصولات او خدمتونه د اسلامي اصولو پربنسټ برابر شوي دي او د کارو بار د آسانتیا او د حلالې ګټې د تأمینولو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

مالي شمولیت د پراخې اقتصادي ودې لپاره مهم دی. د مالي خدمتونو د پراختیا په بهیر کې له موږ سره یوځای شئ او په دې برخه کې خپل رول ولوبوئ.

د وړو مالي تمویلونو په ترلاسه کولو سره، خپل اقتصادي ځواک لوړ کړئ او خپل کاروبار ته نوې انرژي ورکړئ

افغانۍ ثبات لرونکی پیسې دي او په وروستیو څو کلونو کې د سیمې د معتبرو پیسو له ډلې څخه ګڼل کېږي

ډیجیټل کېدل، د مالي روڼتیا او د عمومي باور د ټینګښت او پیاوړتیا په برخه کې یو بنسټیز ګام دی. د افغانستان بانک ژمن دی چې د ډیجیټلي سیستمونو له لارې په مالي خدمتونو څارنه، ځیرنه او ډاډمنتیا زیاته کړي.

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو او د برېښنایي پیسو او اداینیزو مؤسسو له استازو سره د غونډو ویډیویي راپور

برېښنایي اداینې: چټکتیا او اغېزناکتیا

که فارکس مو غوره کړی وي، نو پر ناسمې او زیان رسونکې لارې روان یاست. د فارکس په معاملو کې ستاسې پیسې ضایع کیږي او هیڅ مرجع د فارکس خوندیتوب نه تضمینوي. د فارکس معاملو له ترسره کولو څخه ډډه وکړئ.

د اسلامي بانکوالۍ په غوره کولو سره خلک کولای شي په حلاله پانګونه کې ونډه واخلي او له دې لارې د دوامداره اقتصادي ثبات په برخه کې مرسته وکړي.

Pagination