د تش بست خبرتیا

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۲:۵۳
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د نړیوال اقتصاد شنونکی او د اړیکو همغږي کوونکی

آمریت: د پولي سیاست لوی آمریت

گریډ: اتم)  ۸(

د پیل نېټه: ۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۰

د پای نېټه: ۱۴۴۷ شعبان المعظم ۴ 

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه

د چارو د ښه والي، اغېزناکتیا د زیاتېدو او د سپارل شوو کاري پلانونو د پلي کولو لپاره د انګېزې د رامنځته کولو په موخه د یادې برخې د چارو مدیریت، څارل، کنټرول او ارزول؛

د تقنیني او اداري سندونو لکه: مقرراتو، لایحو، پلانونو او ستراتیژیو، تګلارو، کاري کړنلارو او د پولي سیاست د فورمو په طرحه کولو، تسویدلو او طی مراحلو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛

د اړوندو کارونو د ترسره کولو په برخه کې د کاري بهیر د اسانتیا په موخه له اړوندو برخو سره د اړیکو ټینګول او همغږي رامنځته کول؛

د نړۍ د مهمو هېوادونو د اقتصادي وضعیت او د هېواد پر اقتصاد یې د اغیزو شننه؛

د احصائیوي او اقتصادي بولټن لپاره د نړېوال اقتصاد د برخې ترتیبول او چمتو کول؛

د پولي سیاست د راپورونو د ترتیبولو لپاره له اقتصادي څیړونکو او نورو کارکوونکو سره همکاري؛

د نړۍ د لویو اقتصادي سازمانونو/ بنسټونو لخوا د خپرو شوو راپورونو بیاکتنه او لنډیز یې د پولي سیاست آمریت ته وړاندې کول؛

د کاري ظرفیت لوړولو لپاره په سیمینارونو، کنفرانسونو او روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول؛

د میاشتنيو، درې میاشتنيو او کلنيو راپورونو راټولول او یو ځای کول او مستقیم مدیر ته یې لېږل؛ 

د لوړ پوړو چارواکو له غوښتنې سره سم د اړوندو پریزنټیشنونو چمتو کول او تنظیمول؛ 

د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول او د مراجعې او کره اقدام په پام نیولو کې سره یې پر ټاکلي وخت کې طی مراحل کول؛

د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په کره او منظمه توګه په دوسیو او کارتنونو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل؛

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپورونو وړاندې کول؛

د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کیږي؛

د زده کړو کچه:

د اقتصاد، مالي او بانکوالۍ، اداره او سوداګرۍ، عامه اداره او پالیسۍ په برخو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

تجربه:

د دندې اړوند (۳) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

له ملي ژبو او انګلېسي ژبې سره بلدتیا؛

د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛

له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛

د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

د پروپوزلونو د ترتیبولو او پروژو د مدیریت وړتیا؛

په خبرو کې فصاعت او بلاغت او د دندې د محرمیت ساتل؛

د کاري مسئولیتونه درکول او په کاري ساحو کې د ستونزو په ګوته کول؛

د مرکزي بانک د دندو او موخو، د بانکي او مالي قوانینو او مقررو په اړه پوهه درلودل ؛

د هېواد د اقتصاد اړوند مسایلو په ځانګړې توګه د بانک د عمومي سیاستونو د شننې وړتیا؛

د عملیاتي چارو په اړه معلومات درلودل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي لرونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies