د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په ارزښت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي مُلا محمد آخند په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته په هرات ولایت کې وسوځول. په دې بانکنوټونو کې د (۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰، ۱۰۰۰) افغانیو انواعیې شاملې وې.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخند وویل چې د مندرسو بانکنوټونو د سوځولو پروسه د بانک د دوامدارې ستراتیژۍ یوه برخه ده، ترڅو ولس د خپلو ورځنیو راکړو ورکړو لپاره د افغانۍ سالمو او نوو بانکنوټونو ته لاسرسی ولري. هغه زیاته کړه چې د مندرسو بانکنوټونو د سوځولو موخه د مالي نظام د شفافیت او د افغانۍ د اعتبار ساتنې په برخه کې یوه له مهمو پروسو څخه ګڼل کیږي. ښاغلي ملا محمد آخند وویل چې د بانکنوټونو د سمې کارونې په برخه کې د هېوادوالو همکاري اړینه ده ځکه چې افغانۍ زموږ ملي پيسې دي او په سمه توګه کارول یې زموږ ملي مسئولیت دی.

د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه وخت په وخت مندرس بانکنوټونه راټولوي او په بدل کې یې بازار ته نوي بانکنوټونه وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې مندرس بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او د امنیتي ادارو استازو په شتون کې له بارولو څخه وروسته د ټاکل شوي پلاوي لخوا ځانګړو بټیو ته لېږدول کیږي او په یو وار سوځول کیږي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته