د افغانستان بانک او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترمنځ د الکترونیکي تذکرو د معلوماتو شریکولو هوکړهلیک لاسلیک شو
د بانکي مشتریانو د هویت د تثبیت، د جعل او درغلۍ د مخنیوي او د بانکي خدمتونو د لا ښه وړاندې کولو په موخه، د افغانستان بانک او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترمنځ د الکترونیکي تذکرو د معلوماتو شریکولو هوکړهلیک لاسلیک شو.
دغه هوکړهلیک د ریاستالوزراء عالي مقام د ۲۰۲۷ ګڼې حکم پر بنسټ لاسلیک شوی، چې له مخې به یې د احصایې او معلوماتو عمومي اداره د الکترونیکي تذکرو په سیستم (انټرکان) کې د افغانستان بانک لپاره د کارونې ځانګړی حساب (یوزر) رامنځته کوي، څو یاد بانک وکولای شي د مالي او بانکي سکتور د مشتریانو هویت تائید او د بانکي خدمتونه د وړاندې کولو زمینه په لا اغېزناک ډول برابره کړي.
د دې هوکړهلیک له مخې، به د افغانستان د اداینو له سیستم سره نښلیدلي سوداګریز بانکونه او غیربانکي مالي مؤسسې هم یاد سیستم ته د لاسرسي په چوکاټ کې وکولای شي د خپلو مشتریانو د هویت د تائید په برخه کې له دې اسانتیا څخه ګټه واخلي، چې دا به د بانکي او مالي خدمتونو په بهیر کې د هویت د کره تثبیت او د جعل او درغلۍ د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.
همدارنګه، دواړه ادارې به د معلوماتو د شریکولو او د یاد سیستم د اغېزناکې کارونې په برخه کې خپلې کاري اړیکې پیاوړې کړي او د لا ښې همغږۍ لپاره به ګډې هڅې ترسره کړي.
د افغانستان بانک د دې هوکړهلیک لاسلیک د خدمتونو د کیفیت د لوړولو، د مشتریانو د هویت د کره تثبیت او د مالي معاملو د خوندیتوب په برخه کې مهم ګام بولي.
