د پولي سیاست لوی آمریت
د پولي سیاست لوی آمریت د افغانستان بانک یو له مهمو آمریتونو څخه دی چې بنسټیزه دنده یې د هېواد د پولي او اسعاري سیاستونو طرحه کول، تر لاس لاندې نیول او اجراء کول رانغاړي. د پولي سیاست لوی آمریت د پیسو د متحولونو د هدف ټاکنې د اډانې (چوکاټ) په پیروۍ سره هڅه کوي څو د شته ابزارونو په کارولو سره په اقتصاد کې نغدینګي مدیریت او د کورنیو بیو ټیکاو (ثبات) وساتي.
همدا ډول، دا آمریت د مدیریت شوي متحول اسعاري رژیم په پیروۍ سره د مبادلې نرخ د نوسانونو د مهارولو په لټه کې دی. په ټوله کې دا آمریت د هېواد له اقتصادي شرایطو سره سم د نړیوالو منل شوو طریقو او معیارونو په کارولو سره کوښښ کوي، ترڅو د افغانستان بانک لومړنۍ موخې ته چې د کورنیو بیو د ټیکاو ساتل او تأمینول دي، لاسرسي ومومي.
لید لوری
د پولي سیاست لوی آمریت لید لوری، په هېواد کې د کورنیو بیو د ټیکاو ساتل او د مبادلې نرخ د نوسانونو مهارول دي.
ماموریت
د دې آمریت ماموریت په هېواد کې د کورنیو بیو د ټیکاو ساتلو او د مبادلې نرخ د نوسانونو مهارولو لپاره د طریقو او معیارونو کارول ګڼل کیږي.
موخې
د پولي سیاست لوی آمریت لاندې موخې لري:
•د کورنیو بیو د ټیکاو تأمینول او ساتل؛
• د مبادلې نرخ د نوسانونو مهارول؛
•په اقتصاد کې د نغدینګۍ مدیریت کول.
د پولي سیاست د لوی آمریت جوړښت
د پولي سیاست لوی آمریت له درېیو مرستیالیتونو څخه جوړ دی چې لاندې په ترتیب سره وړاندې کیږي:
• د حقیقي او بهرنیو سکتورنو مرستیالیت (معاونیت)؛
• د پولي او مالي سکتورونو مرستیالیت؛
• د څېړنې او راپور ورکونې مرستیالیت.
د پولي سیاست لوی آمریت لاندې مدیریتونه لري:
•د پولي سکتور مدیریت؛
• د حقیقي سکتور مدیریت؛
• د بهرني سکتور مدیریت؛
• د مالي سکتور مدیریت؛
• د اقتصادي څېړنو مدیریت؛
• د اقتصادي خپرونو او راپور ورکولو مدیریت
د پولي سکتور مدیریت
د پولي سکتور مدیریت په معیاري طریقو سره له بېلابېلو سرچنیو څخه د لومړنيو شمېرو (ارقامو) په کارولو سره پولي او مالي احصائیې راټولې او ترتیبوي یې. دا شمېرې له نهايي کېدو وروسته د تحلیلي راپورونو په ترتیبولو او د پولي سیاست په طرحه کولو کې کارول کېږي.
د حقیقي سکتور مدیریت
د حقیقي سکتور مدیریت د اقتصادي شاخصونو لکه: د کورنیو ناخالصو تولیداتو، د مصرفوونکو بیو شاخص او نورو شاخصونو د احصائیوي شمېرو د راټولولو او شنلو مسئولیت په غاړه لري. دا سکتور د اړوندو اقتصادي متحولونو تحلیل او وړاندوینه کوي ترڅو د هغه پر بنسټ اغېزناک پولي سیاستونه طرحه او پلي شي.
د بهرني سکتور مدیریت
دا مدیریت د اداینو بیلانس او د هېواد د نړیوالو پانګونو د وضعیت د احصائیوي شمېرو د راټولولو او شنلو مسئولیت په غاړه لري. دا احصائیې د پولي او اسعاري سیاستونو د طرحه کولو لپاره کارول کېږي. همدا ډول، یادې شمېرې د لوی اقتصاد او خصوصي سکتور د پالیسۍ جوړوونکو لپاره هم زیات اهمیت لري.
مالي سکتور مدیریت
د مالي سکتور مدیریت د دولت د عوایدو او لګښتونو د شمېرو او ارقامو د راټولولو او شنلو مسئولیت په غاړه لري. دا شمېرې مرسته کوي ترڅو پولي او اسعاري سیاستونه د هېواد له مالي سیاست سره په همغږۍ طرحه او پلي شي.
د اقتصادي څېړنو مدیریت
دا مدیریت د اقتصادي څېړنو د ترسره کولو مسئولیت په غاړه لري. اقتصادي څېړنې کولای شي د پولي سیاست لوی آمریت له مسئولینو سره د پولي سیاست په طرحه، اتخاذ او اجراء کولو کې مرسته وکړي.
د اقتصادي خپرونو او راپورونو مدیریت
دا مدیریت د پولي سیاست لوی آمریت له نورو مدیریتونو سره په همغږۍ مسئولیت لري ترڅو د پولي سیاست خپرونې او راپورونه ترتیب او اړوندو مراجعو ته یې ولیږي.
د پورته یادو شوو مدیریتونو سربېره، سیمه ایز اقتصاد پوهان او د سیمې او نړۍ د اقتصاد شنوونکي هم د څېړنې او راپور ورکونې د مرستیالیت تر څار لاندې فعالیت کوي چې د اقتصادي سروېګانو او شننو په ترسره کولو سره د پولي سیاست لوی آمریت د پولي سیاست په طرحه کولو او پلي کولو کې مرسته کوي.