د بانکي عملیاتو لوی آمریت

د بانکي عملیاتو لوی آمریت د دولت، دولتي او نیمه دولتي موسسو او سوداګریزو بانکونو لپاره د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د افغانستان بانک په اډانه کې فعالیت کوي، څلور مرستیالیتونه او لاندې بنسټیزې دندې لري.

بنسټیزې دندې:

د پولي نغدینګۍ (سیالیت) تأمینول، د افغانستان بانک د مرکز او نمایندګیو، دولتي ادارو او سوداګریزو بانکونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې، د جاري حسابونو پرانېستل، د جاري حسابونو لرونکو ته د چک بُکونو اجراء کول، همدا ډول د هېواد داخل او بهر ته د افغانۍ او اسعارو لېږدونې، اسعارو ته د افغانۍ حوالو اړول او بر عکس یې او سربېره پردې د زړو (مندرسو) بانکنوټونو  راټولول او سوځول.

جوړښت:

د بانکي عملیاتو لوی آمریت څلور مرستیالیتونه لري؛ د لویې خزاندارۍ ارشد مرستیالیت، عملیاتي مرستیالیت، د پیسو د خپرولو او مدیریت د چارو مرستیالیت او اداري او د همغږۍ مرستیالیت چې هر یو یې بېلابېلې کاري برخې لري.

د لویې خزاندارۍ په چارو کې ارشد مرستیالیت:

په اړوندو برخو کې د افغانیو او اسعارو د وارده او صادره صرافانو ټاکل او ګمارل، دولتي ادارو، د ولسي تړون ملي پروګرام، سوداګریزو بانکونو، په ولایتونو کې د افغانستان بانک ښاري څانګو او نمایندګیو ته د افغانیو او بهرنیو اسعارو وېشل، د سوداګریزو بانکونو او ښاري څانګو د افغانیو او اسعارو او همدا ډول د افغانستان بانک د نمایندګیو له اړتیا څخه د زیاتو پیسو اخیستل او همدا ډول د زړو بانکنوټونو راټولول د دې برخې دندې ګڼل کېږي.

عملیاتي مرستیالیت:

د جاري حسابونو پرانېستل، د افغانستان بانک، سوداګریزو بانکونو، دولتي ادارو، د ولسي تړون د ملي پروګرام کارکوونکو ته د چکبُکونو اجراء کول، د هېواد داخل او بهر ته د افغانۍ او اسعارو لېږدونې او همدا ډول د بانکي عملیاتو د کړنلارې پر بنسټ، د مالیې وزارت، سوداګریزو بانکونو، نورو دولتي ادارو او ولسي تړون د ملي پروګرام د غوښتنو پر بنسټ اسعارو ته د افغانۍ د فرمایشونو اړول او برعکس یې. اړوندو حسابونو ته د دولت د راټولو شویو عوایدو لېږدول او د حسابونو لرونکو ته د صورت حسابونو لېږدول، د دې مرستیالیت له دندو څخه ګڼل کیږي.

د پیسو د خپرولو او مدیریت په چارو کې مرستیالیت:

په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک د پولي نغدینګۍ (سیالیت) تأمینول، د نوو افغانیو پیسو خپرول، د افغانۍ د زړو بانکنوټونو د سوځولو د پروګرامونو تنظیمول او همدا ډول د هغو شکمنو بانکنوټونو پېژندل چې د اړوندو ادارو لخوا وړاندې کیږي. همدا ډول دا مرستیالیت له مرکز څخه ولایتونو او برعکس له ولایتونو څخه مرکز ته د فزیکي پیسو د لېږد مسئولیت پر غاړه لري.

اداري مرستیالیت:

دا مرستیالیت د بانکي عملیاتو د لوی آمریت اداري او اجرائیوي چارې پر غاړه لري، دا مرستیالیت هغو ورځنیو اداري دندو ته د رسیدنې مسئولیت لري چې د نورو مواردو په ترسره کولو کې ګټور او اغېزناک واقع کیږي. سربېره پر دې د مالیې وزارت، نورو دولتي ادارو، سوداګریزو بانکونو او په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک نمایندګیو ترمنځ ستونزو ته رسېدنه د دې مرستیالیت نورې دندې دي.