ګرانو هیوادوالو:

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۲:۵۵
ګرانو هیوادوالو

د مخکنۍ پرېکړې او خبرتیا پر بنسټ د افغانستان بانک ستاسې د راکړو ورکړو په برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د پنځوسو (۵۰)  او سلو  (۱۰۰) افغانیو  مندرس بانکنوټونه راټولوي او په بدل کې یې بازار ته د ورته انواعیو درلودونکي نوي بانکنوټونه وړاندې کوي. دا پروسه د ۱۴۰۲ کال د (زمري) میاشتې له (۷) نېټې څخه په ټول هېواد کې پیليږي.

د مندرسو بانکنوټونو مشخصات:

۱-  هغه بانکنوټونه چې ظاهري شکل یې په بشپړه توګه بدل شوی وي.

۲- هغه بانکنوټونه چې یوه برخه یې څیرې شوې وي خو د واټرمارک او دواړو لاسلیکونو په شمول یې ۶۰ سلنه موجوده وي.

۳-  هغه افغاني بانکنوټونه چې پر زیاته برخه یې رنګ پرېوتی وي یا ډیر لیکل پرې شوي وي یا یې د غیرمترقبه حوادثو په پایله کې زیاته برخه له منځه تللي وي او یا یې ظاهري بڼې تغیر کړی وي خو اصلیت یې د پیژندنې وړ وي.

۴-  هغه بانکنوټونه چې د ډیرې کارونې له امله په بشپړه توګه زاړه (مړاوي) شوي وي، په ګڼو برخو یې اشکاسټیپ لګول شوی وي او د نوټ شمیرنې ماشینونو کې د شمیرلو وړ نه وي.

د بدلولو څرنګوالی:

د دې لپاره چې دا پروسه په پوره روڼتیا سره تر سره شي ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک یا د سوداګریزو بانکونو نمایندګیو ته مراجعه وکړي او تر (۱۰،۰۰۰) لس زره افغانیو پورې خپل مندرس د لسګون او شلګون بانکنوټونه او تر (۴۰،۰۰۰) افغانیو پورې د پنځوسي او سلګون مندرس بانکنوټونه پرته له کوم فیس څخه په ورته انواعیه نوو بانکنوټونو بدل کړي.

شرکتونه او افراد کولای شي چې له ذکر شوې کچې څخه ډیر مندرس بانکنوټونه په خپل بانکي حساب کې زیات او یا يې د خپلو تادیاتي وجایبو او اداینو په برخه کې وکاروي.

په دې سربېره بانکونه اړ دي چې د افغانۍ د نویو بانکنوټونو د توزیع او ترویج په موخه په سوداګریزو بانکونو کې هر حساب لرونکي په ځانګړې توګه د معاشاتو حساب لرونکو ته تر (۱۰،۰۰۰) افغانیو د (۵۰،۲۰،۱۰   او ۱۰۰) انواعیو افغانیو نوي بانکنوټونه ورکړي.

یادونه:

يو شمېر هېوادوال په قصدي توګه د چلښت وړ هغه بانکنوټونه چې له ځانه سره یې لري د نويو بانکنوټونو د ترلاسه کولو لپاره څیروي او د مندرسو بانکنوټونو په شرایطو یې برابروي، له ملي پیسو سره د دوی دا ډول چلند  د قانون خلاف عمل دی. نو له درنو هېوادوالو څخه غوښتل کېږي چې له دې عمل څخه لاس واخلي او بانکونه اړ دي چې مندرس بانکنوټونه له بدلولو څخه مخکې تشخیص کړي او که پدې اړه کوم شواهد تر لاسه کوي ژر تر ژره دې له کشفي او امنیتي ادارو سره موضوع شریکه کړي.

له ستونزو سره د مخ کېدلو په صورت کې:

د افغانستان بانک د دې خبرتیا سره سم د افغاني بانکنوټونو د بدلولو پر مهال د هیوادوالو د ستونزو حل کولو په موخه په مرکز او ولایتونو کې لاندې ذکر شوې شمیرې له تاسې سره شریکوي ترڅو یادو شمیرو سره د اړیکو نیولو له لارې ستاسې ستونزو او شکایتونو ته پروخت رسیدنه وشي.

۱-  په مرکزي زون کې د کابل، کاپیسا، لوګر، پنجشیر، پروان، بامیان او میدان وردګ ولایتونه            ( ۰۷۰۲۸۳۴۴۹۲)

۲-  په شمالي زون کې د بلخ، میمنې، شبرغان، سرپل او سمنګانو ولایتونه                        ( ۰۷۸۲۳۳۳۳۴۵/ ۰۷۹۸۴۰۶۳۰۰)

۳-  په شمال ختیځ زون کې د کندز، بغلان، بدخشان او تخار ولایتونه                             (۰۷۶۶۸۸۳۲۳۲ /  ۰۷۶۶۴۱۶۹۵۶)

۴-  په ختیځ زون کې د ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ولایتونه                                    (۰۷۳۱۲۸۲۳۱۶ / ۰۷۷۲۹۱۶۱۲۰)

۵-  په سویل ختیځ زون کې د پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا ولایتونه                         (۰۷۶۶۴۶۳۰۵۰ / ۰۷۳۰۲۷۰۲۷۰)

۶-  په سویل لویدیځ زون کې د کندهار، ارزگان، هلمند، زابل او دایکندي ولایتونه         (۰۷۶۶۴۳۶۰۶۰/ ۰۷۰۰۸۴۸۲۸۲)

۷-  په لویدیځ زون کې د هرات، نیمروز، فراه، بادغیس او غور ولایتونه                         (۰۷۹۹۸۲۷۹۷۹/ ۰۷۹۹۸۸۴۲۰۴)

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۶
Background image

جلسه‌‌ای با رؤسای بانک‌های تجارتی تدویر یافت

۲۷  ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ – جلسه‌ای به ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک با رؤسای بانک‌های تجارتی برگزار شد. در این جلسه پیرامون تقویت سکتور بانکی، گسترش بانکداری اسلامی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۲
Background image

تدویر جلسه شورای عالی د افغانستان بانک

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا، رئیس کُل  د افغانستان بانک و رئیس شورای عالی،  در دفتر مرکزی د افغانستان بانک برگزار گردید.

محترم نور احمد آغا در آغاز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

هیئت د افغانستان بانک از چهار ولایت زون جنوب غرب دیدار نمود

هیئتی تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک به زون جنوب‌غرب سفر کرد و از فعالیت‌های زون، نمایندگی‌های تحت اثر، نمایندگی های بانک‌های تجارتی و صرافی ها، دیدار نمودند.. . .

بازگشت به خبر