د ایوفي او د اسلامي پراختیایي بانک په اتلسم کلني کنفرانس کې د افغانستان بانک د لوړ رتبه پلاوي ګډون

Mpoya
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۴۶
د ایوفي او د اسلامي پراختیایي بانک په اتلسم کلني کنفرانس کې د افغانستان بانک د لوړ رتبه پلاوي ګډون

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ پلاوي “ د راتلونکي اقتصادي رکود د مخنیوي او نړۍ لپاره له تیلو پرته د اقتصادي تنوعاتو او اسلامي بانکوالۍ په رڼا کې تګلارې” تر عنوان لاندې دوه ورځني کنفرانس کې چې د روان میلادي کال د نومبر په ۲۹ او ۳۰ مه نېټه په بحرین هېواد کې جوړ شوی وو، ګډون وکړ.

په دې کنفرانس کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس وویل: "د افغانستان بانک ټینګه اراده لري چې د افغانستان بانکي او مالي سکتور په بشپړه توګه اسلامي کړي او له ربا او نور حرامو کړنو یې پاک کړي، نوموړي زیاته کړه دا مهال ټول سودي معاملات منع کړل شوي دي چې متعارف او سودي بانکونه د یو پلان پر اساس اسلامي بانکوالۍ ته اړول کېږي."

ښاغلي بدري وویل: "په دې اړوند د نورو اسلامي هیوادنو له تجربو او  نړیوالو اسلامي مؤسساتو له تخصص او پوهې څخه په ګټې اخیستنې سره غواړو چې د افغانستان بانکي او مالي نظام داسې جوړ شي چې له ربا او نورو سودي معاملو څخه پاک وي."

نوموړي زیاته کړه د اسلامي بانکوالۍ مالي محصولات باید نه یوازې په شکل بلکې، په اصل او جوهر کې هم د شرعي اصولو سره مطابقت ولري. ښاغلي بدري ټینګار وکړ چې بانکي تمویلات باید په هغو برخو کې وشي چې خلکو ته یې ګټه رسیږي او له موږ سره د شریعت د مقاصدو  په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. د نوموړي په خبره هغه پروژې چې دندې رامنځته کوي، د فقر او بېوزلۍ کچه کموي، ټولنیز - اقتصادي عدالت تأمینوي او د چاپیریال د ښه والي لپاره مؤثرې وي باید پاملرنه ورته وشي او تمویلات ترلاسه کړي.

د یاد کنفرانس په اوږدو کې ښاغلي بدري د یو شمير نړیوالو مالي ادارو او د اسلامي هیوادونو د مرکزي بانکونو له رئیسانو او د یپلوماتانو سره هم لیدني درلودي.

نوموړي د اسلامي مالي مؤسسو د محاسبې او تفتیش ادارې د عموي رئیس ښاغلي شیخ ابراهیم خلیفه الخلیفه سره د اسلامي بانکوالۍ اړوند او همدا راز د متقابلو اړیکو د لا زیات ټینګښت په اړه ځانګړې لیدنه درلوده او تر څنګ یې د بحرین هیواد لپاره د ترکیې هیواد له سفیرې سره هم ولیدل، په دې لیدنه کې د بانکي موضوعاتو ترڅنګ پر یو شمیر اقتصادي موضوعاتو هم بحثونه ترسره شول.

همدارنګه د اسلامي بانکونو د اجرائیه مشرانو, علماؤ او د اسلامي بانکونو د شرعي پلاوو له غړو سره هم بېلابېلې لیدنې کتنې ترسره شوې او هغوی ته په افغانستان کې د شریعت له اصولو سره سم د اسلامي بانکوالۍ د تطبیق  او د افغانستان بانک د پولي سیاست په اړه معلومات ورکړل شول.

باید وویل شي چې د یادې غونډي په بله برخه کې د بنګله‌دیش هیواد د علماؤ استاذي له ښاغلي بدري سره د افغانستان د بانکي او اقتصادي وضعیت په اړه او په ځانګړې توګه د افغانیو د ثبات د عواملو اړوند لیدنه درلوده. په دغه لیدنه کې د بنګله‌دیش هېواد د علماؤ استازي وویل د بنګله‌دیش مسلمانان او علماء ویاړي چې د یو اسلامي هیواد (افغانستان) پولي واحد د آسیا په کچه تر ټولو باثباته دی او ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس را جمع آوری و حریق نمود

 ۱۴ شعبان المعظم ۱۴۴۷— د افغانستان بانک به منظور ایجاد سهولت در داد و ستد مردم طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنجصد و هشتاد و هشت میلیون و یکصد و چهل هزار) افغانی. . .

بازگشت به خبر