د افغانستان بانک د خطرونو او قانون رعایتولو د مدیریت کمېټه جوړه شوه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۴:۲۷
د افغانستان بانک د خطرونو او قانون رعایتولو د مدیریت کمېټه جوړه شوه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د افغانستان بانک د خطرونو او قانون رعایتولو د مدیریت کمېټه د یادې کمېټې د غړو په ګډون د رجب المرجب د میاشتې په ۳۰ نېټه جوړه شوه.

په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د دې کمېټې د غونډو د جوړېدو د ارزښت او په د افغانستان بانک کې د خطرونو د کمولو او قوانینو او مقرراتو د رعایتولو لپاره د مناسبو او اړینو تدابیرو د نیولو په تړاو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې په اغېزناکه توګه د افغانستان بانک د چارو پرمخ بیولو لپاره د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو پر وړاندې د مبارزې د قوانینو او مقرراتو او د ملي او نړیوالو بندیزونو د لیستونو پلي کول ډېر اړین دي.

همدا ډول ښاغلي نور احمد آغا زیاته کړه چې د افغانستان بانک د مالي او غیر مالي خطرونو ارزول او پېژندل هم یو اړین او د ارزښت وړ کار دی او ښه به وي څو د دې خطرونو د کمولو لپاره د خطرونو د کمېدو پلان ترتیب او په اغېزناکه توګه د اړوندو آمریتونو لخوا پلي شي.

ورپسې د افغانستان بانک د خطرونو او قانون رعايتولو مديريت د کمېټې منشي ښاغلي ياسر ذهين چې هم مهاله د خطرونو او د قانون رعايتولو لوی آمر هم دی، د خپل آمريت د کاري کړنو راپور چې پکې لاسته راوړنې، نوښتونه، پرمختګونه، د افغانستان بانک د ارزول شوو ساحو د غیر مالي خطرونو د ارزونو موندنې چې په 2023 مالي کال کې ترسره شوې وې، وړاندې کړې.

د غونډې په دوام کې د کمېټې غړو د لاسته راوړنو، د خطرونو د ارزونو موندنو او د خطرونو کمولو لپاره د مخه نیونکو اقداماتو په موخه د اړینو وړاندیزونو په تړاو نظرونه تبادله او د پام وړ وړانديزونه تاييد کړل.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستيال ښاغلی ملا محمد اخند او د افغانستان بانک د عالي شورا غړي ښاغلي عبدالوکيل منتظر د دې کمېټې د غړو په توګه ګډون کړی وو چې د پیسو وينځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوايدو پر وړاندې د مبارزې رژیم د پياوړتیا او د افغانستان بانک د خطرونو مديريت په برخه کې یې د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي له هر اړخیز ملاتړ څخه ډاډ ورکړ.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر