د افغانستان بانک رئیس د ازبکستان د مرکزي بانک له رئیس سره وکتل

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۰:۲۷
د افغانستان بانک رئیس د ازبکستان د مرکزي بانک له رئیس سره وکتل

د ۱۴۴۶ شعبان المعظم ۲۴- ازبکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر په ترڅ کې د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا د ازبکستان د مرکزي بانک له رئیس ښاغلي تیمور اشمتوف سره ځانګړې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د بانکي لیږدونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د ظرفیت لوړونې، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د دواړو هېوادونو د ملي پولي واحدونو پر کارونې او د اداینزو سیستمونو د نښلونې او پراختیا په اړه مفصل بحثونه وکړل.

په یاده لیدنه کې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د هېوادونو تر منځ د بانکي اړیکو پراختیا ګټوره یاده کړه او ویې ویل چې د ازبکستان هېواد سره د بانکوالۍ برخې پراختیا کولای شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي. ښاغلي نور احمد آغا زیاته کړه، د افغانستان بانک ژمن دی چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د بانکي سکتور په برخه کې رغنډه اړیکې ولري او په دې وسیله د افغانستان د بانکي سکتور په برخه کې په ملي او نړیواله کچه اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک رئیس ښاغلي تیمور اشمتوف هم له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ، نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د بانکي سکتور رول د خورا ارزښت وړ یاد کړ او په دې برخه کې یې دوه اړخیزه همکاري مهمه وبلله.

د یادولو وړ ده چې ازبکستان هېواد ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې د ازبکستاني بانګوالو د پانګونې جذب دی.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس را جمع آوری و حریق نمود

 ۱۴ شعبان المعظم ۱۴۴۷— د افغانستان بانک به منظور ایجاد سهولت در داد و ستد مردم طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنجصد و هشتاد و هشت میلیون و یکصد و چهل هزار) افغانی. . .

بازگشت به خبر