د کابل ولایت په ښونځیوکې د افغانۍ د کارولو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۴:۱۷
د کابل ولایت په ښونځیوکې د افغانۍ د کارولو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د لړم ۷ مه - د افغانستان بانک د افغانۍ د کارولو او ښه ساتلو او د اسعارو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرام د هېواد په بېلا بېلو ښونځیو کې په لاره واچول شو.

د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمریت له خوا د تشویقي او تعلیماتي توکو د ویشلو بهیر د وږي په ۲۴ مه د کابل ښار له ښونځیو څخه پيل کړ چې یوازینۍ موخه یې په ټولو راکړو او ورکړو کې د افغانۍ کارول، د اسعارو مخنیوی او د افغانۍ بانکنوټونو ښه ساتنه ګڼل کېږي.

دغه بهېر پر کابل سربېره د افغانستان بانک په اوو زونونو کې له کابل سره هم مهاله پیل شو چې یوازې کابل کې دیرش ښونځي تر پوښښ لاندې راغلل.

په دې پروګرام کې د ښونځیو زده کوونکو ته په پیر او پلور کې د افغانۍ کارونې سربېره د اسعارو مخنیوی، د افغانیو بانکنوټونو ښه ساتنه، د بانکنوټونو او سکو په اړه لنډ معلومات وړاندې شول او له دې سره هم مهاله بیا زده کوونکو ته د ښونځیو بکسې، قلمونه، د افغانستان نقشې، ښوونیزې رسالې، ضرب زباني او د استادانو لپاره پيالې او د ښونځیو د مدیریتونو لپاره دیوالي کړۍ یا ساعتونه چې د افغانۍ د کارونې په پيغامونو ښکلي شوي ول، وویشل شول.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۸
Background image

هیئت د افغانستان بانک از زون‌های شمال و شمال‌شرق بازدید نمود

هیئتی تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک، به زون‌های شمال و شمال‌شرق سفر نموده و از فعالیت های نمایندگی‌های تحت اثر د افغانستان بانک بازدید نمود؛ این سفر با هدف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در این اواخر گزارش های وجود دارند که  برخی از اشخاص در معاملات روزمره اقتصادی از پذیرش بانکنوت ها و سکه های ۱، ۲ و ۵ افغانی امتناع میورزند. بدینوسیله به آگاهی عموم هموطنان رسانیده میشود. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

بازگشت به خبر