د افغانستان لپاره د پیسو د نړیوال صندوق پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ شو

Mpoya
شنبه ۱۳۹۸/۹/۳۰ - ۱۲:۸
د افغانستان لپاره د پیسو د نړیوال صندوق پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ شو

د پیسو د نړیوال صندوق مدیره پلاوي د شپږم پړاو د څېړنو بشپړتیا او د صندوق او د افغانستان دولت ترمنځ د ګډ اقتصادي پروګرام پای ته رسیدنه په اکثریت رایو سره تائید او بریالۍ وارزوله.

دې صندوق د ۱۳۹۸ مالي کال د لیندۍ په ۲۸ نېټه د پنجشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د یاد پروګرام د شپږمې دورې په اډانه کې د افغانستان د پرمختګونو او لاسته راوړنو راپور تر بحث او څېړنې لاندې ونیوه او د افغانستان د کړنو د ستایلو ترڅنګ یې د پروګرام د شپږم پړاو بشپړیدنه تائید کړه چې د افغانستان لپاره د پیسو د نړیوال صندوق د ټاکل شویو موخو بشپړول، د اقتصادي ټیکاو او جوړښتیزو سمونونو په برخه کې ستره لاسته راوړنه ګڼل کیږي.

د افغانستان لپاره د پیسو د نړیوال صندوق موخې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې په دوو بنسټیزو محورونو کې ځانګړې شوې وې چې د اقتصادي ټیکاو تأمینول او د جوړښتیزو سمونونو پرمخ بیول رانغاړي؛ دا پروګرام په شپږو پړاوونو کې پلي کیده چې افغانستان وکولای شو چې شپږ واړه پړاوونه په بریالیتوب سره بشپړ کړي.

په ټیټه کچه کې د انفلاسیون ساتل، په بودجه کې د انډول په پام کې نیول، د عوایدو د راټولولو چټکتیا او د هېواد د اسعاري زېرمو زیاتوالی د دې پروګرام په اوږدو کې د لوی اقتصاد د شاخصونو د ټیکاو د ساتلو په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې ګڼل کیږي. د مالي مدیریت او د هېواد د عوایدو تنظیم او ښه والی، د خصوصي سکتور فعالیت لپاره د بېخبنسټونو او اډانې ټینګښت او پیاوړتیا او د فساد پر وړاندې د مبارزې زیاتوالی او د هېواد د بانکي نظام ټینګښت د جوړښتیزو سمونونو په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې دي.

د پیسو نړیوال صندوق په اوسنیو شرایطو کې د دې لاسته راوړنو بشپړول د سمونونو په برخه کې د افغانستان د ژمنې او جدي ارادې ښکاروندوي ګڼي او دا د اقتصادي ودې، د بې وزلۍ او بیکارۍ پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د ټولنیزو شرایطو د ښه والي لپاره د لازمې زمینې د برابرولو په برخه کې یو مثبت او مهم ګام په ګوته کوي.       

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر