د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ټولنې له مسئولینو سره د غونډې جوړول

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۰:۴۸
د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ټولنې له مسئولینو سره د غونډې جوړول

کابل، ۱۳۹۹ د سلواغې ۱ – د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ د هېواد د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ټولنې له مسئولینو سره غونډه جوړه شوه.

د دې غونډې موخه له انفرادي حالت څخه شرکتي حالت ته د صرافیو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د حقوقی جوړښت د بدلون په تړاو د اړوندو قوانینو او مقررو په رڼا کې د هغوي ستونزو، وړاندیزونو او حل لارو ته رسیدنه وه.

د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د دې غوندې د پرانیستنې پر مهال وویل چې د افغانستان بانک د صرافیو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د پیاوړتیا او معیاري کولو او د دې سکتور د کړنو د ښه والي او پراختیا په موخه له انفرادي حالت څخه شرکتي حال ته د هغوي د حقوقي جوړښت بدلون تر لاس لاندې نیولی دی چې دوي ته یو لړ اسانتیاوې هم پام کې لري.

ښاغلي احمدي د شرکتي جواز د ګټو په بیانولو سره زیاته کړه چې د صرافۍ او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه ډېری ګټې لري چې کولای شو له څو مواردو څخه یې یادونه وکړو:شرکتي جواز ورته د سر رسید له نېټې پرته صادریږي، د شرکتي جواز د طی مراحلو  فیس ورڅخه نه اخیستل کیږي، شرکتي جواز لپاره د سر تضمین او نغدي تضمین ته اړتیا نشته او د شرکتي جواز لرونکی کولای شي په ټول هېواد کې نمایندګۍ پرانیزي.

ورپسې، د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ټولنې مسئولینو په دې غونډه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د افغانستان بانک له مشریزه پلاوي سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د مناسبو حل لارو د پیدا کولو غوښتنه وکړه.

په پای کې د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي اړوند آمریت ته لارښوونه وکړه څو د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو مناسبو ستونزو او وړاندیزونو ته د شته قوانینو او مقرراتو په رڼا کې رسیدنه وکړي.

د افغانستان بانک له همدې امله ډاډ ورکوي چې بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو لپاره به د مناسب او معیاري چاپیریال د برابرولو په موخه د هېواد د مالي او بانکي نظام اړوند قوانینو په اډانه کې بې درېغه هلې ځلې ترسره کړي.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در این اواخر گزارش های وجود دارند که  برخی از اشخاص در معاملات روزمره اقتصادی از پذیرش بانکنوت ها و سکه های ۱، ۲ و ۵ افغانی امتناع میورزند. بدینوسیله به آگاهی عموم هموطنان رسانیده میشود. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

بازگشت به خبر