په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مشرې سره غونډه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۲:۱۵
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مشرې سره غونډه

۱۴۴۴ جمادي الاول ۱۴ مه – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې آغلې رزا اوتونبایوا سره د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر ( حاجي ادريس) ولیدل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې بحث وکړ.

په دغه لیدنه کې د فقر او بیکارۍ د له منځه وړلو، بشري مرستو، بهرنیو پانګونو، بانکي لېږدونو او اړیکو، د افغانستان د اسعاري زېرمو، کوچنیو پورونو، مالي خدمتونو د پراختیا او یو شمېر نورو مهمو مالي او بانکي موضوعګانو په اړه بحث او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د نړیوالو اصولو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او پدې برخه کې به د افغانستان بانک له اړخه له هېڅ ډول همکارۍ درېغ و نه کړي.

نوموړي د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې تر څنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې وغوښتل چې په افغانستان کې د فقر، بیکارۍ او نورو منفي نا خوالو د له منځه وړلو لپاره د نړیوالو منل شوو اصولو او مقرراتو په رڼا کې د مناسب چاپیریال په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، تر څو په دې وسیله د یادو پدیدو څخه په ملي او نړیواله کچه د رامنځته کېدونکو منفي تاثیراتو مخنیوی وکړي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د پالېسۍ ستر سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي هم ګډون درلود او له نړیوال بانکي سکتور سره یې د افغانستان د بانکي سکتور د نښلولو په اړه هر اړخیز بحث وکړ. نوموړي له نړیوالو سیستمونو سره د افغانستان د بانکي سیستمونو نښلول د هېواد په اقتصادي وده او سوداګریزه پراختیا کې د خورا ارزښت وړ یاد کړل.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې آغلې رزا اوتونبایوا هم د افغانستان بانک سره د غوره اړیکو پر لرلو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان بانک د مشرتابه پیغام به د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې شریک کړي.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر