ښاغلی الحاج هدایت الله بدري د افغانستان بانک د نوي سرپرست په توګه معرفي شو

Mpoya
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۱۴:۳۵
ښاغلی الحاج هدایت الله بدري د افغانستان بانک د نوي سرپرست په توګه معرفي شو

۱۴۴۴ رمضان المبارک ۳ مه – ښاغلی الحاج هدایت الله بدري چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده د (۳۳) ګڼې ۲۹/۸/۱۴۴۴ نېټې فرمان پر بنسټ د افغانستان بانک د سرپرست په توګه ټاکل شوی وو، نن د یو محفل له لارې د افغانستان بانک کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او خپل کارونه یې پیل کړل.

په پیل کې د چارو ادارې سرپرست او مرستیال ښاغلي سیف الدین تائب د ښاغلي الحاج هدایت الله بدري د معرفي کولو په ترڅ کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو په مسؤلیتونو کې تغییر  او بدلونونه یو اصل دی چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه دا بدلونونه د ملي مصلحتونو او د ولس د خیر او فلاح په موخه په پام کې نیسي. ښاغلي تائب د محترم بدري د غوره کارنامو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې ښاغلی بدري د افغانستان اسلامي امارت د متبارزو شخصیتونو له ډلې څخه دی.

د چارو ادارې سرپرست په خپلو خبرو کې د افغانستان بانک له پخواني سرپرست ښاغلي حاجي ادریس څخه مننه وکړه چې په دې موده کې یې په غوره توګه خپلې دندې ترسره کړې دي او په ځانګړي توګه د افغانۍ د ثبات او د بانکي سکتور د اغېزناک مدیریت په برخه کې یې د نوموړي هڅې وستایلې او هغه یې یو حلیم، پوه او وطنپال شخصیت یاد کړ.

ورپسې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي الحاج هدایت الله بدري وویل چې مونږ د هغو اوامرو او لارښوونو درناوی کوو چې د افغانستان اسلامي امارت لخوا مونږ ته سپارل کېږي او راسپارل شوې دندې د وطنپالنې او او عامه رفاه د اصل په پام کې نیولو سره ترسره کوو او د هر کار په ترسره کولو کې الله (ج) شاهد او حاضر ګڼو.

ښاغلي بدري په خپلو خبرو کې په مالیې وزارت کې د خپلو کارونو په تړاو وویل چې په تېر یو نیم کال کې یې د یاد وزارت دروند مسؤلیت پر غاړه درلود چې له فساد سره د مبارزې، د عوایدو په مرکزي کولو او په شفافه توګه د عوایدو په راټولولو کې مو د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي چه الحمد لله کورنۍ بودجه مو پرته له خارجي مرستو د داخلي عوایدو پر مټ مرفوع کړه. ښاغلي بدري د دې لاسته راوړنې په تړاو د ماليې وزارت ټولو همکارانو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دا لاسته راوړنه د هغوی د هڅو او زحمتونو له امله ترلاسه شوې ده.

ښاغلي الحاج هدایت الله بدري په خپلو خبرو کې د هغو پروګرامونو په تړاو چې په غوره توګه د افغانستان بانک د چارو د ترسره کولو لپاره یې په پام کې نیولي دي، وویل چې په راتلونکي کې د افغانستان بانک د مسلکي او ځوانو کارکوونکو په همکارۍ او تجربې به د پولي سیاستونو د اغېزناک تطبیق، د بانکي سکتور د لاټینګښت، د نړۍ د هېوادونو سره د بانکي سکتور د مراوداتو د ښه والي او د اسعاري زېرمو د ازادولو لپاره اغېزناکې هڅې ترسره کړو.

د دې غونډې په پای کې د افغانستان بانک پخواني سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس نوي سرپرست رئیس ته په چارو کې د بریالیتوب د هیلې تر څنګ نوموړي ته د خدمت دعا وکړه. نوموړي ښاغلی بدري د خلکو خدمتګار او پرهېزګاره شخصیت وباله او د افغانستان بانک له همکارانو یې وغوښتل چې د یو ښه همکار په توګه له نوموړي سره کار وکړي او د بانکي سکتور د پیاوړتیا او د پولي سیاستونو په بریالي تطبیق کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۶
Background image

جلسه‌‌ای با رؤسای بانک‌های تجارتی تدویر یافت

۲۷  ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ – جلسه‌ای به ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک با رؤسای بانک‌های تجارتی برگزار شد. در این جلسه پیرامون تقویت سکتور بانکی، گسترش بانکداری اسلامی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۲
Background image

تدویر جلسه شورای عالی د افغانستان بانک

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا، رئیس کُل  د افغانستان بانک و رئیس شورای عالی،  در دفتر مرکزی د افغانستان بانک برگزار گردید.

محترم نور احمد آغا در آغاز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

هیئت د افغانستان بانک از چهار ولایت زون جنوب غرب دیدار نمود

هیئتی تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک به زون جنوب‌غرب سفر کرد و از فعالیت‌های زون، نمایندگی‌های تحت اثر، نمایندگی های بانک‌های تجارتی و صرافی ها، دیدار نمودند.. . .

بازگشت به خبر