د MTN او M1 شرکتونو له استازو سره غونډه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۱۴:۴۰
د MTN او M1 شرکتونو له استازو سره غونډه

۱۴۴۴ د رمضان المبارک ۱۹مه - د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد په مشرۍ د MTN او M1 شرکتونو له استازو سره د MoMo خدمتونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعګانو په اړه غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد د یادو شرکتونو استازو سره د افغانستان بانک په اړوند برخو کې له خپله اړخه د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د الکترونیکي بانکوالۍ خدمتونو پراختیا یې د خوار ارزښت وړ یاده کړه.

نوموړي زیاته کړه د برېښنایي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې مخابراتي شبکې او د نوي عصر تکنالوژي مهم رول لوبولای شي او تمه ده چې دا شبکې به په هېواد کې د برېښنایي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد، د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت او د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي هم ګډون درلود.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۸
Background image

هیئت د افغانستان بانک از زون‌های شمال و شمال‌شرق بازدید نمود

هیئتی تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک، به زون‌های شمال و شمال‌شرق سفر نموده و از فعالیت های نمایندگی‌های تحت اثر د افغانستان بانک بازدید نمود؛ این سفر با هدف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در این اواخر گزارش های وجود دارند که  برخی از اشخاص در معاملات روزمره اقتصادی از پذیرش بانکنوت ها و سکه های ۱، ۲ و ۵ افغانی امتناع میورزند. بدینوسیله به آگاهی عموم هموطنان رسانیده میشود. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

بازگشت به خبر