د افغانستان بانک لومړی مرستیال د افغانۍ د دودولو او په اسعارو د راکړې ورکړې د مخنیوي په موخه هلمند ولایت ته لاړ

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۸ - ۱۱:۵۴
د افغانستان بانک لومړی مرستیال د افغانۍ د دودولو او په اسعارو د راکړې ورکړې د مخنیوي په موخه هلمند ولایت ته لاړ

۱۴۴۵ د ربیع الثاني ۱۳مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا چې د افغانۍ زړو بانکنوټونو د سوځولو په موخه د سوېل لویدیځ زون ولایتونو ته تللی وو، د خپلو رسمي لیدونو په لړ کې یې دا ځل د هلمند له والي او د دې ولایت له سپینږیرو، قومي مشرانو او سوداګرو سره لیدلي دي.

ښاغلي نور احمد آغا د خپلو خبرو پر مهال د پولي سیاستونو د اغېزناکه پلي کولو، د انفلاسیون د کنټرول او د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ساتلو په برخه کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې لله الحمد اوسمهال افغانۍ د نړۍ د هېوادونو د ثبات لرونکو پیسو په قطار کې ده او ښه ارزښت لري. نوموړي د هلمند ولایت له والي صاحب او قومي مشرانو او سپینږیرو څخه وغوښتل څو خلک د افغانۍ کارونې ته وهڅوي او په داخلي معاملو، پیر او پلور کې د اسعارو د کارونې مخنیوی وکړي.

ښاغلي نور احمد آغا د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه چې د افغانستان بانک د افغانۍ پیسو کافي امکانات په واک کې لري او د مرکز او ولایتونو د نقدینه ګۍ د تأمینولو په برخه کې هیڅ ډول ستونزه نه لري او وې ویل چې افغانۍ زموږ د ملي ځواک او ویاړ نښه ده، نو له همدې امله ټول افغانان اړ دي څو د افغانۍ د ارزښت ساتلو او د هغه د لا ثبات لپاره په خپلو داخلي معاملو او راکړو ورکړو کې ملي پیسې وکاروي او ملاتړ یې وکړي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، چې د افغانستان بانک د خلکو د راکړې ورکړې په برخه کې د اړینو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه په دې وروستیو کې د راټولو شوو زړو بانکنوټونو د سوځولو پروسه پیل کړې او په بدل کې یې نوي بانکنوټونه پولي ګردښت ته داخل کړي دي. هغه له خلکو وغوښتل چې د پېر او پلور پر مهال د افغانۍ کارولو سربېره د هغې سمې ساتنې ته هم پاملرنه وکړي، تر څو افغانۍ بانکنوټونه له ټاکلي وخت مخکې ژر زاړه نه شي، ځکه بیا ځلې چاپ یې ډېر لګښت لري او که سمې ساتنې ته یې پاملرنه وشي، کولای شو د بیا ځلې چاپ پیسې یې د هېواد په رغنیزو پروژو ولګوو.

ورپسې د هلمند والي، ښاغلي مولوي طالب د افغانۍ د ثبات او د ولایتونو د نغدینه ګۍ د تأمینولو په برخه کې د افغانستان بانک د لاسته راوړنو د ستایلو ترڅنګ، د افغانۍ دودولو په برخه کې د دې ولایت منسوبینو د ژمنتیا او پرلپسې هڅو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په دې ولایت کې یې د ځایي متنفذینو، ولایتي چارواکو، ملي سوداګرو او نورو اقشارو سره په همکارۍ د ملي پیسو کارولو او د هغې سمې ساتنې ته د پاملرنې په برخه کې د عامه ذهنیت جوړونې پروسه له وړاندې پیل کړې او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا مخکې د زابل او کندهار له ولایتونو څخه هم لیدنه کړې او په دې ولایتونو کې د خلکو په معاملو او راکړو ورکړو کې د افغانۍ د لا دودولو په تړاو یې د ولایتونو له مقامونو او ځایي متنفذینو او سوداګرو سره ګټورې خبرې کړي دي.

 

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر