د بانکي او مالی سکتور  د ملاتړ په موخه د هېواد په سویل ختیځ زون کې لویه غونډه جوړه شوه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۴:۱۸
د بانکي او مالی سکتور  د ملاتړ په موخه د هېواد په سویل ختیځ زون کې لویه غونډه جوړه شوه

۱۴۴۵ رجب المرجب ۲۴ – د افغانستان بانک په نوښت د هېواد په سویل ختیځ زون پکتیا ولایت کې غونډه جوړه شوه چې د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو محترمو ولایتي چارواکو په شمول پکې نورو حکومتي ادارو هم ګډون کړی وو او خلک یې د بانکي سکتور او د افغانستان بانک نورو سیاستونو ملاتړ ته وهڅول.

د دې غونډې په پيل کې د پکتیا د والي مرستیال ښاغلي شیخ انعام الله صلاح الدین خبرې وکړې او میلمنو او د افغانستان بانک پلاوي ته یې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان بانک د کړنو، په ځانګړې توګه د افغانۍ د نرخ د ثبات ستاینه او قدرداني وکړه او له لایزال خدای څخه یې ورته د خلکو د لازیات خدمت توفیق وغوښت.

ښاغلي صلاح الدین د خپلو خبرو په بله برخه کې د چارو په ترسره کولو کې تواضع، اطاعت او ژمنتیا د هېواد د وضعیت په ښه والي کې مهم اصل وباله او له مسئولینو څخه یې وغوښتل ترڅو خپل کاري مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

د دې غونډې په بله برخه کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي هدایت الله بدري په اغېزناکه توګه د پولي سیاستونو د پلي کولو، د افغانۍ دودولو، د بانکي سکتور ملاتړ، د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو میکانیزه کولو، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او د افغانستان بانک د نورو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د یادو سکتورونو د لا ښه والي لپاره یې د علماوو، متنفذینو، سوداګرو او خلکو رول مهم وباله او له دوی څخه یې وغوښتل څو د سیاستونو د اغېزناکه پلي کولو په برخه کې د افغانستان بانک ته د همکارۍ لاس ورکړي.

ښاغلي بدري د خپلو خبرو په اوږدو کې په افغانستان کې اسلامي بانکوالي یوه مهمه اړتیا وبلله او په بنسټیزه توګه د دې سکتور د ترویجولو په برخه کې یې د افغانستان بانک د ژمنتیا یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د لا دودولو او پیاوړي کولو لپاره د خلکو همکاریو ته اړتیا ده.

د غونډې په دوام کې د بانکي سکتور د اوسني وضعیت او راتلونکي اصلاحي پروګرامونو، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي او د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو په تړاو ګډون کوونکو ته د ګټورو پریزنټیشنونو د وړاندې کولو ترڅنګ بحث او خبرې اترې وشوې.

په پای کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد د غونډې جمع بندي وکړه او په لنډه توګه یې د افغانۍ د دودولو، د راکړو ورکړو پر مهال یې په سمه توګه کارونې، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو او د غیر بانکي مالي مؤسسو د کړنو میکانیزه کولو او بانکي سکتور څخه د ملاتړ په تړاو خبرې وکړې. ښاغلي خالد د دې پروګرامونو په بریالیتوب کې د خلکو رول مهم وباله او له هغوی څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر