د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۲
د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

د ١٤٤٦  ذوالحجة الحرام ۶ مه – د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.

ښاغلي صدیق الله خالد د یاد انستیتوت د پرانیستلو پر مهال د مالي او بانکي سکتور د بیا رغونې او اسلامي کیدو په برخه کې د ظرفیت لوړونې ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د دې انستیتوت بنسټ ایښودنه د افغانستان بانک د یو هدفمند پلان برخه ده، چې موخه یې د بانکي او غیربانکي سکتور پیاوړتیا، د شریعت محوره بانکوالۍ پراختیا، د ځوانو استعدادونو تمکین او چمتو کول دي.

نوموړي زیاته کړه چې دا انستیتوت به د دوامداره مسلکي پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي، د بانکوالۍ نړیوال اصول به معرفي او تطبیق کړي او همداراز به د علمي څېړنو او پالیسیو ملاتړ وکړي. د همغږۍ، مشارکت او شبکه‌سازۍ له لارې به ګډ مسئولیت ته وده ورکړي او د بانکي او غیربانکي سکتور د کارکوونکو لپاره به اړین مهارتونه او وړتیاوې ورکول شي.

د مراسمو پر مهال د افغانستان د وړو پورونو د پانګونې د ملاتړ ادارې (مسفا) او همداراز د افغانستان د بانکونو ټولنې استازو هم خبرې وکړې، دوی د انستیتوت پر بیا ځلي پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې دا اقدام به د هېواد د مالي او بانکي سکتور د مسلکي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه لاسته‌راوړنه وي.

د یادونې وړ ده چې د دې انستیتوت تر بیا ځلي پرانیستې وروسته لومړۍ دوره کې د سوداګریزو بانکونو، وړو مالي تمویلاتو، صرافانو او نورو اړوندو برخو کارکوونکو ته د یو روزنیز ورکشاپ په پیل سره شروع شوه، چې هدف یې د دوی ظرفیت لوړول، مالي پوهې ورکول، له نړیوالو مالي او بانکي معیارونو او نویو علمي میتودونو سره اشنا کول دي.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس را جمع آوری و حریق نمود

 ۱۴ شعبان المعظم ۱۴۴۷— د افغانستان بانک به منظور ایجاد سهولت در داد و ستد مردم طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنجصد و هشتاد و هشت میلیون و یکصد و چهل هزار) افغانی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۱۷
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

محترم فیض احمد خوافی ولد حیات الله ولدیت حبیب الله مسکونه ولایت هرات درخواستی مؤرخ ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ خویش را جهت اخذ جواز فعالیت بانکداری در کشور به د افغانستان بانک ارایه نموده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۶
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

د افغانستان بانک به اطلاع هموطنان عزیز می‌رساند که به‌منظور ارایه خدمات بهتر، آسان‌تر و سریع‌تر، فعالیت‌های سیستم بین‌البانکی  (ACSS)  ای سی ایس ایس از این پس به‌صورت ۲۴ ساعته فعال می. . .

بازگشت به خبر