د ټول هېواد په کچه د صرافانو سر تا سري ټولنې له استازو سره د غونډې جوړیدل

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۷:۵۲
د ټول هېواد په کچه د صرافانو سر تا سري ټولنې له استازو سره د غونډې جوړیدل

د ۱۴۴۶ کال ذوالحجة الحرام ۲۵ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د صرافانو ټولنې له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د صرافانو پر ستونزو، حل‌لارو، په زونونو کې د لیلام پروسې پیل، بولۍ او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحثونه تر سره شول.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د هېواد په اقتصادي رغښت کې د صرافانو پر رول خبرې وکړې او د افغانستان بانک له اړخه یې صرافانو ته د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په دې غونډه کې یو بل مهم بحث د بولۍ د طرحې تطبیق و، د ښاغلي خالد په خبره دا طرحه د چارو د ښه تنظیم او میکانیزه کولو په موخه رامنځته شوې ده، تر څو بازار په ښه ډول کنترول او چارې اغیزناکې شي.

 نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، د اسعارو د لیلام بهیر به له مرکز څخه زونونو ته وغځول شي، څو د بازار د اړتیاوو مطابق، د اسعارو پر توزیع، شفافیت او مؤثریت باندې لا زیات تمرکز وشي.

په یاده غونډه کې ګډونوالو صرافانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل، او د افغانستان بانک له مشرتابه پلاوي یې ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د صرافانو ټولنې د ټولو زونونو استازو او  د افغانستان بانک د بېلابیلو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو هم ګډون درلود.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر