د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
qwe

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د پولي سیاستونو د اغېزناک تطبیق، د بانکوالۍ سکتور د عمومي وضعیت، په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا د هڅو، د صرافیو او پولي خدمتونو د فعالیتونو د میکانیزه کولو، او مالي خدمتونو ته د خلکو د آسان لاسرسي په اړه مفصلې څرګندونې وکړې.

نوموړي څرګنده کړه چې په تېر یو کال کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی او د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله د ښه کېدو په حال کې ده. هغه زیاته کړه چې د بانکونو د شتمنیو، مدیریت او نقدینګۍ وضعیت په وروستیو میاشتو کې د پام وړ ښه شوی دی.

وروسته د افغانستان بانک اړوندو سکتوري آمریتونو د ۱۴۰۳ لمریز کال د وروستیو شپږو میاشتو د اجراآتو راپورونه وړاندې کړل. په دغو راپورونو کې د پولي سیاستونو د تطبیق، د بانکي سکتور د پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ د ودې، د اداري چارو او د اداینو د سیستم د پرمختګ په اړه تفصیلي معلومات شامل وو. همدارنګه، د ۱۴۰۴ لمریز کال د پلانونو او ستراتیژیکو لومړیتوبونو په اړه هم بحث او سلا مشورې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک عالي شورا د دغه بانک د پرېکړې کولو تر ټولو لوړه مرجع ده، چې په کال کې څلور ځله غونډې کوي او د بانک د اساسي تګلارو او ستراتیژیو د رهبرۍ مسؤلیت پر غاړه لري. باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د عالي شورا غړو په آنلاین او حضوري ډول ګډون کړی وو.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس را جمع آوری و حریق نمود

 ۱۴ شعبان المعظم ۱۴۴۷— د افغانستان بانک به منظور ایجاد سهولت در داد و ستد مردم طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنجصد و هشتاد و هشت میلیون و یکصد و چهل هزار) افغانی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۱۷
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

محترم فیض احمد خوافی ولد حیات الله ولدیت حبیب الله مسکونه ولایت هرات درخواستی مؤرخ ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ خویش را جهت اخذ جواز فعالیت بانکداری در کشور به د افغانستان بانک ارایه نموده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۶
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

د افغانستان بانک به اطلاع هموطنان عزیز می‌رساند که به‌منظور ارایه خدمات بهتر، آسان‌تر و سریع‌تر، فعالیت‌های سیستم بین‌البانکی  (ACSS)  ای سی ایس ایس از این پس به‌صورت ۲۴ ساعته فعال می. . .

بازگشت به خبر