د شرعي کمیټو غړو، د اسلامي بانکونو شرعي سلاکارانو او د سودګریزو بانکونو د اسلامي بانکوالۍ برخو لپاره علمي او روزنیز ورکشاپ جوړ شو

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۲ - ۱۵:۴۲
د شرعي کمیټو غړو، د اسلامي بانکونو شرعي سلاکارانو او د سودګریزو بانکونو د اسلامي بانکوالۍ برخو لپاره علمي او روزنیز ورکشاپ جوړ شو

۱۳۹۷، د سلواغې ۲۲ ڼېټه ـ د افغانستان بانک د شرعي کمیټو د غړو او د اسلامي بانکونو د سلاکارانو د علمي کچې د لوړولو او د بانکوالۍ له نويو او شرعي مسائلو سره د سوداګریزو بانکونو د اسلامي بانکوالۍ د برخو د اشنایۍ په موخه ورکشاپ جوړ کړ.

د افغانستان بانک لوی رئیس د دې ورکشاپ د پرانیستوونکو ویناوو پر مهال اسلامي بانکوالي یې په هېواد کې د هېوادوالو لپاره یوه مهمه اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان بانک د شریعت دله اصولو سره سم د اسلامي بانکوالۍ د دودیدو غوښتونکی دی.

ورپسې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د خپلو ویناوو پر مهال وویل چې د افغانستان بانک په افغانستان کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا لپاره ژمن دی او د اسلامي بانکوالۍ د سکتور د پراختیا لپاره یې په بانکي نظام کې یو بشپړ اسلامي بانک پرانیسته او د اسلامي بانکوالۍ د سکتور د لا پراختیا لپاره یې د افغانستان بانک په جوړښت کې یو خپلواک آمریت رامنځ ته کړ.

د ورکشاپ په پای کې د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو آمر ښاغلي عبدالله لودین د ورکشاپ ګډون کوونکو ته وویل چې د اسلامي بانکوالۍ سکتور د چټکه ودې په حال کې دی. همدا ډول نوموړي زیاته کړه چې د هېواد په ټولیزه بانکي نظام کې اوس مهال د اسلامي بانکوالۍ ونډه ۹ سلنې ته رسیږي. په ورته وخت کې ښاغلي لودین زیاته کړه چې د دې ډول ورکشاپونو جوړول، د شرعي سلاکارانو او د اسلامي بانکونو د شرعي کمیټو د غړو علمي او عملي پوه زیاتوي او په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د لا دودیدو او پراختیا په برخه کې یو ستر ګام ګڼل کیږي.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۸
Background image

هیئت د افغانستان بانک از زون‌های شمال و شمال‌شرق بازدید نمود

هیئتی تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک، به زون‌های شمال و شمال‌شرق سفر نموده و از فعالیت های نمایندگی‌های تحت اثر د افغانستان بانک بازدید نمود؛ این سفر با هدف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در این اواخر گزارش های وجود دارند که  برخی از اشخاص در معاملات روزمره اقتصادی از پذیرش بانکنوت ها و سکه های ۱، ۲ و ۵ افغانی امتناع میورزند. بدینوسیله به آگاهی عموم هموطنان رسانیده میشود. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

بازگشت به خبر