د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له سیستمونو سره د بانکونو ترمنځ د اداینو د سیستم نښلیدل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۷:۳۳
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له سیستمونو سره د بانکونو ترمنځ د اداینو د سیستم نښلیدل

۱۳۹۹ د مرغومی ۲- د افغانستان بانک د اداینو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو او سمونونو د رامنځته کولو په دوام دا ځل د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له سیستمونو سره د بانکونو ترمنځ د اداینو د سیستم د نښلولو په برخه کې اقدام کړی او عملي کار یې نن ورځ پیل شو.

د افغانستان بانک د بانکونو ترمنځ د اداینې د سیستم له لارې د دې اسانتیا په کارونې سره د دولت عواید د اسنادو له فزیکي طی مراحل پرته په بریښنایي توګه راټول او اجراء کیږي او ترڅنګ یې د ډاډ ترلاسه کولو په موخه پیغامونه او اجراء شوې معاملې په بریښنایي بڼه د مالیې وزارت سیستمونو ته استول کیږي.دا چاره به د ۱۴۰۰ مالي کال له لومړۍ نېټې څخه په کابل کې پیل او په تدریجې توګه به نورو ولایتونو ته وغځیږي.

د افغانستان بانک؛ دولت، مالي سکتور او درنو هېوادوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ژمن دی او له همدې کبله یې تل هڅه کړې څو د نړیوالو منل شویو او غوره معیارونو پر بنسټ په هېواد کې بانکي خدمتونه وړاندې کړي. د افغانستان بانک دا ځل د اداینې د سیستمونو د عصري کولو د پروژې په پلې کولو سره په دې توانیدلی څو د کوچنیو اداینو په ګډون چې د صرافۍ د خپل کاره ماشینونو، POS ماشینونو، د موبایل له لارې اداینې او د بانکونو ترمنځ د لویو اداینو سیستم (ATS) له لارې د پیسو د ترلاسه کولو او لیږلو په موخه د اداینو د ورځنیو وسیلو په کارونې سره د خپلو دوو جلا سیستمونو له لارې د اداینې خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د ګمرکونو او عوایدو له سیستمونو سره د بانکونو ترمنځ اداینو د سیستم نښلول ډېری ګټې لري چې له ځینو یې په لاندې توګه یادونه کوو:

  • د محصولاتو د فیس او ګمرکي مالیې په ورکړه کې اسانتیا او د پام وړ روڼتیا
  • له ګمرکونو څخه د توکو د ازادیدو د بهیر چټکوالی
  • له جغرافیایي محدودیتونو پرته د عوایدو د راټولولو د بهیر چټکوالی
  • د پیسو ورکوونکو او دولتي تعرفو لپاره د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو آسانتیا
  • په افغانستان کې د فزیکي پیسو د ګردښت او د نغدو پیسو د خرابیدو مخنیوي او د عملیاتي لګښتونو کموالی
  • د غیر نغدي اقتصاد د فرهنګ په دودیدو کې اغیزناک رول
  • د فزیکي پیسو د لیږد رالیږد د خطرونو کموالی
  • د سوداګریزو بانکونو ودې ته زمینه برابرول
  • د خلکو ترمنځ د بانکوالۍ د فرهنګ پراختیا او د بانکي خدمتونو د محصولاتو او ګټو سره د هغوی بلدتیا

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر