د افغانستان بانک لخوا د رسنیو استازو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۷ - ۱۵:۵۷
د افغانستان بانک لخوا د رسنیو استازو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

۱۴۰۰ کب ۱۷ مه – د روڼتیا او حساب ورکولو اصل ته په پام سره چې د افغانستان بانک له بنسټیزو ارزښتونو څخه شمېرل کېږي، دې بانک تل هڅه کړې څو له رسنیو سره اغېزناکې اړیکې ولري.په همدې موخه نن د رسنیو استازو ته د دغه بانک د موخو، دندو او ټولیزو سیاستونو په اړه یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.

د دې ورکشاپ په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجی ادریس د بیان آزادي، معلوماتو ته لاسرسی او د رسنیو رول د اقتصادی وضعیت په ښه والي، روڼتیا او د ټولنیز عدالت په رامنځته کولو کې د ډېرارزښت وړ یاد کړ او د رسنیو د کارکوونکو لپاره یې د دغه ډول ورکشاپونو جوړول ګټور وبلل.

ښاغلي حاجي ادریس زیاته کړه چې د افغانستان بانک له رسنیو سره ښه همکار پاتې شوی او له دوی سره یې د هر ډول معلوماتو په شریکولو کې درېغ نه دی کړی. نوموړي په دې برخه کې د افغانستان بانک سره د کره او اغېزناکو خبرونو د خپرولو په برخه کې د رسنیو له دوامداره همکاریو هم مننه وکړه.

د دې ورکشاپ په بله برخه کې د افغانستان بانک اقتصادي سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي هم خبرې وکړې او په تېرو شپږو میاشتو کې یې د بانکي چارو د مدیریت او نورمال کېدو په اړه معلومات شریک کړل. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان بانک په یاده موده کې توانیدلی څو  د بېلابېلو ابزارونو په کارولو سره بانکي نظام مدیریت کړي او هڅې روانې دي چې ډېر ژر د دې نظام فعالیتونه عادي حالت ته را وګرځي.

ورپسې، د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت د احصائیې لوی مدیرد افغانستان بانک د موخو، دندو، ټولیزو سیاستونو،په کور د ننه د بیو د ثبات د تامین او ساتنې، د هیواد اقتصادي وضعیت ته په کتلو سره د پیسو د وړاندې کولو پر مدیریت، کنټرول او همدارنګه د مبادلې د نرخ په اړه د یو پریزنټیشن له لارې د دې روزنیز ورکشاپ ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

په دغه ښوونیز ورکشاپ کې د افغانستان بانک د بانکونو د څارنې آمریت د بېلابېلو څانګو مدیرانو پر بانکونو د څارنې په اړه د پریزنټیشن په وړاندې کولو له ګډونوالو سره هر اړخیز معلومات شریک کړل. باید وویل شي چې د یاد آمریت کارکوونکو په روان وضعیت کې د بانکي چارو د مدیریت، څارنې او په دې برخه کې د راتلونکو پلانونو په اړه هم ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د دغه ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د ګډون کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او د دوی لپاره چمتو شوې تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

آخرین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۶:۷
Background image

حریق بانکنوت های مندرس در زون جنوب غرب د افغانستان بانک

6 جمادی‌الثانی 1447 – د افغانستان بانک مطابق با طرزالعمل‌ های مربوطه به ارزش 405،892،000 (چهارصد و پنج میلیون و هشتصد نود و دو هزار) افغانی بانکنوت های مندرس که  از زون جنوب ‌غرب جمع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

معاون اول  د افغانستان بانک با رئیس اتحادیه بانک‌های مشارکتی ترکیه دیدار کرد

محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک که در راس  یک هیئتی  به ترکیه سفر کرده، با محترم اسماعیل یورال رئیس اتحادیه بانک‌های مشارکتی و اعضای این اتحادیه دیدار نمود.

اتحادیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۶:۳۷
Background image

تدویر نشست پیرامون تسهیل پروسه های اداری

۵ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ – به هدف اجرای فیصله شماره (۵)، بند (۲) مورخ  ۱۴۴۷/۳/۱ کابینه امارت اسلامی افغانستان و حکم شماره (۱۸۲۵/۶۹۶) مورخ ۱۴۴۷/۳/۲۰ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، جلسه‌ای. . .

بازگشت به خبر