د افغانستان بانک د مسلکي او تجربه لرونکو کارکوونکو ساتلو او پرمختګ ته ژمن دی

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۱۵:۳۰
د افغانستان بانک د مسلکي او تجربه لرونکو کارکوونکو ساتلو او پرمختګ ته ژمن دی

د دې په پام کې نیولو سره چې په هره اداره کې بشري سرچینې د ودې، اغیزمنتیا او تولید عامل دي، د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي  دا اصول په جدي توګه مراعات کړي او د بانک مسلکي او تجربه لرونکي کارکوونکي یې ساتلي او د دوی لپاره یې غوره کاري چاپیریال برابر کړی دی.

د دې مهم اصل په پام کې نیولو سره، د د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي په دې وروستیو کې د بانک یو شمېر مسلکي، په کار پوه  او تجربه لرونکوکارکوونکو ته ارتقا ورکړې ده چې په لاندې ډول درنو هیوادوالو ته ورپېژندل کېږي:

ښاغلی احمد جواد سداد:

ښاغلی احمد جواد سداد په ۱۳۸۶ ل کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی څخه د لیسانس سند تر لاسه او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې یې له یاد پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه کې ماستري هم اخیستې ده.

ښاغلي سداد په ۱۳۸۷ ل کال کې د افغانستان بانک کې دنده پیل کړې ده او په ګڼو مدیریتي پوستونو یې کار کړی دی، نوموړي په ۱۳۸۷ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت د مرستیال بست ته ارتقا وکړه.

ښاغلي احمد جواد سداد په افغانستان بانک کې د خپلې دندې په ترڅ کې د افغانستان په استازیتوب د پیسو نړیوال صندوق په ډېرو تخنیکي غونډو او بحثونو کې په فعاله توګه ګډون کړی او همدارنګه یې د افغانستان په دننه او بهر کې د پولي سیاست د طرحې او پلي کولو په برخه کې په ډېر شمېر روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کړی دی.

ښاغلی سداد له تېرو اتو میاشتو راپدېخوا د خپلو خلکو او هیواد لپاره په پوره ژمنتیا او اخلاص سره د خپلو خلکو ترڅنګ پاتې شوی او د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت د سرپرست په توګه یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د ښاغلي سداد مسلکي ظرفیت، کاري تجربې، لوړو زده کړو او هیواد پالنې ته په پام سره نوموړی په دې وروستیو کې د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمر په توګه ګمارلی دی. د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی نوموړي ته د لوی خدای ج له درباره په چارو کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله کوي

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر