د افغانستان بانک؛ د افغانستان برېښنا شرکت او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره ګډه غونډه تر سره کړه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۸ - ۱۶:۳۹
د افغانستان بانک؛ د افغانستان برېښنا شرکت او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره ګډه غونډه تر سره کړه

۱۴۰۰ د سلواغې ۱۸ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا پر مشرۍ د افغانستان برېښنا شرکت له مسئولینو او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو لخوا د افغانستان د برېښنا شرکت د پیسو د لېږد او اړینو آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د هر ډول همکارۍ لپاره ژمن دی او له سوداګریزو بانکونو هم غواړي چې په دې برخه کې د افغانستان برېښنا شرکت سره همکاري وکړي.

په یاده غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو یادونه وکړه چې دوی د درنو هېوادوالو لپاره د برېښنا رسونې په برخه کې د لا زیاتو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي او هیله یې وښوده چې په بانکي برخو کې به هم اړینې آسانتیاوې رامنځته شي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو استازو هم ژمنه وکړه چې په یاده برخه او د برېښنا شرکت سره به له پېرودونکو څخه د پیسو د را ټولولو او لېږدولو په برخه کې بشپړه مرسته او همکاري کوي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته