د افغانستان بانک د ټولو رئیس د بادغیس له نمایندګۍ څخه لیدنه وکړه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۲:۵
د افغانستان بانک د ټولو رئیس د بادغیس له نمایندګۍ څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۶ د ربیع الاول ۵ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا په بیلابیلو ولایتونو کې د افغانستان بانک د څانګو څخه د لیدنو پر دوام دا ځل د بادغیس نمایندګۍ ته سفر وکړ.

د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د دې لیدنې په ترڅ کې د بادغیس نمایندګۍ له مسئولینو او کارکوونکو سره له نږدې ولیدل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د رښتینولۍ، ایماندارۍ او مسئولیت د اصل په پام کې نیولو سره ګرانو هېوادوالو ته غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړي. همداراز، هغه دندو ته پر وخت حاضریدو او په چارو کې د روڼتیا په پام کې نیولو باندې ټینګار وکړ او د کاري مؤثریت د ښه والي او د یو شمیر نورو موضوعاتو په تړاو خبرې وکړې. نوموړي د کارکوونکو د نظرونو او وړاندیزونو د اوریدلو ترڅنګ د هغوی ستونزو ته د رسیدنې او په چارو کې د غوره همغږۍ رامنځته کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک  د ټولو رئیس له څو ورځو راهیسې د افغانستان بانک د نمایندګیو د چارو د ارزونې، د ستونزو د حل او کارکوونکو ته د لازمو لارښوونو په موخه په ولایتونو کې د مرکزي بانک له نمایندګیو څخه د لیدنې په پار سفر پیل کړی او تر دې مهاله یې په بېلابېلو ولایتونو کې د دې بانک له څانګو څخه لیدنې تر سره کړې دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته