د افغانستان بانک رسنیزه اعلامیه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۳:۲۱
د افغانستان بانک رسنیزه اعلامیه

د افغانستان بانک له سوداګرو، صرافانو، د قیمتي ډبرو کاروباریانو او له ګرانو هېوادوالو څخه په خورا درنښت غوښتنه کوي چې په اقتصادي معاملو او راکړو او ورکړو کې د افغانۍ د کارولو، له هېواد څخه بهر د اسعارو د لېږد، د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو، لرغونو اثارو د قاچاق او افغانستان ته د سیمې هېوادونو د پیسو د راوړلو د مخنیوي په تړاو د ریاست الوزرا ء د قدرمن مقام د رسنیزې اعلامیې درج شوي مواد په پام کې ونیسي او ملي ارزښتونو ته د درناوي لپاره له دې پروسې ملاتړ وکړي.

د افغانستان بانک ډاډمن دی چې دا اقدام به د افغانستان د خلکو په خیر وي او د اسعارو پر وړاندې به د افغانۍ د ارزښت د لا ټینګښت او ټیکاو په برخه کې اغیزناکه رول ولري او په ټولیزه کچه به د ټول هېواد ملي ګټې تأمین کړي.

د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه یو ځل بیا د یو سالم مالي او بانکي سیستم د درلودلو لپاره له ملي او نړیوالو شریکانو سره خپلې ژمنې تازه کوي او د خپل کاري واکونو په محدوده کې له هر ډول ګټورې او اغیزناکې پروسې چې د عامه ګټو د تأمینولو لامل کېږي، ملاتړ کوي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته