د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د یونما له مشرې سره ولیدل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۶:۲۸
د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د یونما له مشرې سره ولیدل

۱۴۴۶ ربیع الثاني ۲۶ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا په هېواد کې د مالي او بانکي سکتور د وضعیت په اړه مفصلې خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه د افغانستان بانک ژمن دی چې په افغانستان کې مالي او بانکي سکتور ته وده ورکړي او په دې وسیله د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا هم د هېوادونو په اقتصادي رغښت کې د مالي او بانکي سکتور وده او پرمختګ د ارزښت وړ یاد کړ او پدې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد هم ګډون درلود او د بېلابېلو مالي او بانکي موضوعاتو په اړه یې له راغلي پلاوي سره خبرې او د نظرونو تبادله تر سره کړه.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 رمضان المبارک  24 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د رمضان المبارک د میاشتې په 25 نېټه (1404/01/05) د سه شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۲:۴۷
Background image

د مالي خپلواکۍ پر لور مهم ګام : د افغانستان بانک او د مالیې وزارت ترمنځ د برېښنایي تادیاتو هوکړه

۱۴۴۶ د رمضان المبارک ۱۹ مه  – د افغانستان بانک او د مالیې محترم وزارت ترمنځ په شفاف ډول عوایدو راټولولو، امارتي لګښتونو او معاشونو د برېښنایي تادیاتو هوکړه لیک لاسلیک شو.

دا هوکړه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۴:۳۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ګرانو هیوادوالو!

د ملي پولي واحد کارونه د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو اساسي ګام دی، چې د هېواد اقتصادي خپلواکۍ ته لاره هواروي.

په همدې موخه، د افغانستان بانک له اوږدمهاله هڅو، همغږۍ او. . .

بېرته خبرونه ته