د افغانستان بانک په لویدیځ زون کې د مندرسو بانکنوټونو سوځول

۱۴۴۶ د ذوالقعدة الحرام ۲مه – د افغانستان بانک له لوري (۶۶۰،۷۰۰،۰۰۰) شپږ سوه شپیته میلیونه او اووه سوه زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې د افغانۍ بانکنوټونو د ( ۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۲۰،۱۰) انواعیې په کې شاملې وې، په لویدیځ زون (هرات ولایت) کې د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې وسوځول.
د یادو مندرسو بانکنوټونو د سوځونې پر مهال، د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخند له خلکو وغوښتل چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال دې د بانکنوټونو فزیکي سلامتۍ ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو له وخت وړاندې مندرس نه شي.
ښاغلي ملا محمد آخند ټینګار وکړ چې خلک باید بانکنوټونه په لمدو او غوړو لاسونو و نه کاروي، ځکه دا چاره د بانکنوټونو د ژر مندرس کېدو او د بازار له ګردښت څخه د ایستل کېدو لامل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې راټول شوي مندرس بانکنوټونه د معلوم طرزالعمل په اساس را ټولېږي او له ګردښت څخه ایستل کېږي.