د افغانۍ د مختلف سریال لرونکو (دوه نمره یي) بانکنوټونو د تعویض په اړه د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۴:۳۱
د افغانۍ د مختلف سریال لرونکو (دوه نمره یي) بانکنوټونو د تعویض په اړه د افغانستان بانک خبرتیا!

ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د مختلف سریال لرونکي یا دوه نمره یي بانکنوټونه په دې شرط چې دواړه طرفونه یې اصلي وي او دوه سره نه وي په مندرس بانکنوټونو کې شامل دي. هغه درانه هېوادوال چې دا ډول بانکنوټونه ولري کولای شي چې د افغانستان بانک او یا هم د سوداګریزو بانکونو تر ټولو نږدې نمایندګۍ ته په ورتګ سره دا بانکنوټونه په سالم (د چلښت وړ) بانکنوټونو بدل کړي او یا یې خپلو حسابونو کې تحویل کړي. د یادونې وړ ده چې دا ډول بانکنوټونه له ۱۳۹۵ کال را وروسته په مندرسو بانکنوټونو کې نه حسابېدل او د چلښت وړ نه وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته