د بانکونو د ټولنې، سوداګریزو بانکونو او د برېښنا شرکت له استازو سره د ګډې غونډې جوړیدل

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۵ - ۱۵:۱۹
د بانکونو د ټولنې، سوداګریزو بانکونو او د برېښنا شرکت له استازو سره د ګډې غونډې جوړیدل

کابل، ۱۴۰۰ کال د تلې ۲۵ – د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو لوی آمر ښاغلي عبدالواحد جبارخیل په مشرۍ د افغانستان بانک د عالي شورا د غونډو په دفتر کې د بانکونو د ټولنې، سوداګریزو بانکونو او د برېښنا شرکت له استازو سره غونډه وشوه.

د دې غونډې د جوړیدو موخه د چارو ښه والی او د برېښنا شرکت د بانکي ورکړو اسانتیاوه چې یادو چارو پر ننګونو د کډونوالو له خوا تود بحث ترسره شو.

ورپسې د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو لوی آمر ښاغلي جبارخیل په خپلو خبرو کې د سوداګریزو بانکونو استازو ته وویل چې د برېښنا شرکت د اداینو بهیر دې په اسانه توګه پیل شي او په دې برخه کې بانکونه له یاد شرکت سره لازمه همکاري وکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته