د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ اجرائیه مدیر
اداره: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ
د پیل نیټه : ۱۴۴۶ د ذو القعدة الحرام ۱۵
د پای نیټه : ۱۴۴۶د ذو القعدة الحرام ۲۷
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د اجرااتو د ښه والي، د اغېزناکتیا او ګټورتیا د زیاتولو، د روزنیزو اړتیاوو د ټاکلو او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه تر کنټرول لاندې کارکوونکو د کړنو مدیریت، رهبري، څارل، کنترول او ارزول؛
• عامل پلاوي ته د کارکوونکو د چارو مدیریت په موخه د ستراتیژیک لیدلوري او چوکاټ په اړه د مشورو وړاندې کول او د کارګرانو لپاره د ورځني کاري جدول جوړول؛
• د کړنلارو، مکتوبونو، تصویبونو، د ریاست د حکمونو، تقنیني او اداري سندونو تکثیرول او د انسټیټیوټ د رئیس د لارښوونې پر بنسټ یې اړوندو کارکوونکو ته وېشل؛
• د ټولو مدیریتونو د میاشتنیو او ربعوار راپورونو راټولول، یوځای کول او د انسټیټیوټ رئیس ته استول؛
• د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ له دفترونو څخه د برېښنالیکونو او مکتوبونو ترلاسه کول او پر وخت یې د انسټیټیوټ رئیس ته سپارل؛
• د کارکوونکو د اضافه کارۍ راپور تنظیمول او د اضافه کارۍ د کلني پلان چمتو کول؛
• د آمریتونو او مدیریتونو د اړتیا وړ اسنادو برابرول؛
• د اغېزناکې او مناسبې مراجعې او اقدام په پام کې نیولو سره پر ټاکلي وخت د اداري مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو لیکونو ترتیب او تعقیبول؛
• په دقیق او منظم ډول په فایلونو او کارتنونو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو تنظیم او ساتنه.
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او د انسټیټیوټ رئیس ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړو مقاماتو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
• د اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکي، اداره او سوداګرۍ، عامه ادارې او یا د محاسبې په برخو کې د لیسانس درلودل او په پورته ذکر شوو برخو کې د ماسترۍ سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
• د دندې اړوند (3) کاله کاري تجربه
مهارتونه او وړتیاوې:
د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، د کمپیوټري پروګرامونو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د دندې د محرمیت ساتنه، د پروپوزلونو د ترتیب او د پروژو د مدیریت وړتیا، د مکتوبونو، وړاندیزونو، او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسوولیت درک او په کاري ساحه کې د ستونزو د پیژندنې وړتیا درلودل او د دندې په موضوعاتو کې د تحلیل وړتیا درلودل، د مالي مسایلو تفسیر او تعبیر او په دقیق ډول مالي راپور ورکونه.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• پر شرایطو برابر اشخاص کولای شي یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې CV یانې vacancies@aibf.af برېښنا لیک ته واستوي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.