د سره صلیب نړیوالې ټولنې له استازو سره غونډه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
د سره صلیب نړیوالې ټولنې له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ کب ۱۹ مه – د افغانستان بانک له بانکونو څخه د څارنې لوی آمریت د آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت پر مشرۍ د سره صلیب نړیوالې ټولنې له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک له بانکونو څخه د څارنې آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د نړیوال سره صلیب د کمېټې له مرستو او خدمتونو مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه د افغانستان بانک هڅه کوي چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو لپاره په مالي او بانکي برخو کې پراخې آسانتیاوې رامنځته کړي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د سره صلیب نړیوالې ټولنې مسئولینو په افغانستان کې د خپلو کړنو په اړه معلومات شریک کړل او په مالي او بانکي برخو کې یې د آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته