د صرافانو له استازو سره غونډه جوړه شوه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۱۳:۱۰
د صرافانو له استازو سره غونډه جوړه شوه

۱۴۴۴ د رمضان المبارک ۷ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي الحاج هدایت الله بدري په مشرۍ د صرافانو له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي الحاج هدایت الله بدري یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ژمن دی چې صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي او له دې لارې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

باید وویل شي چې په یاده غونډه کې د صرافانو استازو هم خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې به د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره کار کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا او د دې بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد هم ګډون درلود.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته