د عوایدو را ټولونې او اداینو سیستمونو د پراختیا غونډه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۵:۱۹
د عوایدو را ټولونې او اداینو سیستمونو د پراختیا غونډه

د ۱۴۴۵ کال د رجب المرجب ۳ مه – د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار ښاغلي معراج محمد معراج په مشرۍ د عوایدو راټولونې، اداینو، خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او سیستمونو د پراختیا په اړه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار ښاغلي معراج محمد معراج د اړوندو ادارو تر منځ په لا ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ. نوموړي د عوایدو را ټولونې په برخه کې د اداینو سیستمونو پراختیا د ارزښت وړ یاده کړه او دا یې د خلکو لپاره د آسانتیا په پار مهم وبلل.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک او اړوندو ادارو د استازو تر منځ تخنیکي بحثونه تر سره شول او د عوایدو راټولونې او اداینو سیستمونو په برخو کې یې له یو بل سره وړاندیزونه شریک کړل. د افغانستان بانک استازو له خپله اړخه په دې برخه کې د قانون او مقرراتو په رڼا کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د استازو سربېره، د اقتصادي معاونیت، مالیې او ښارجوړونې وزارتونو استازو ګډون درلود.

د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی چې د درنو هېوادوالو لپاره په ټولو مالي او بانکي برخو کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي او له دې لارې د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته