د ماشومانو څخه د ساتنې ادارې له استازو سره غونډه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۵:۵۸
د ماشومانو څخه د ساتنې ادارې له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ کب ۱۸ مه – د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد پر مشرۍ د ماشومانو څخه د ساتنې ادارې له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد له ماشومانو څخه د ساتنې ادارې له استازو مننه وکړه چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه له ماشومانو څخه د ساتنې په موخه خدمتونه وړاندې کوي. نوموړي زیاته کړه د افغانستان بانک ژمن دی چې د همکارو بنسټونو لپاره په مالي او بانکي برخو کې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي عبدالقدیر احمد وویل د چارو د پرمختګ لپاره دوه اړخیزې همکارۍ ته اړتیا ده او په کار ده چې په دې برخه کې اړینه همغږي موجوده وي. د نوموړي په خبره افغانستان ته د بانکي سیستم له لارې د بشري او نورو مرستو راتګ د ټولو په ګټه دی هیله ده چې اړوند بنسټونه به هم په دې برخه کې له د افغانستان بانک سره همکاري وکړي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې له ماشومانو څخه د ساتنې ادارې مسئولینو په افغانستان کې د خپلو کړنو په اړه معلومات شریک کړل او په مالي او بانکي برخو کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف)  له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۸:۳۳
Background image

د افغانستان بانک له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۸ کال د محرم الحرام ۲۹- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱،۶۶۰،۰۰۰ (یو میلیارد او یو سل و یو. . .

بېرته خبرونه ته