د مالي ټيکاو د کمېټې پنځمه غونډه جوړه شوه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۸:۳۵
د مالي ټيکاو  د کمېټې پنځمه غونډه جوړه شوه

۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۲ مه – د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي، د مالیې وزارت د سرپرست ښاغلي خالد پاینده او د دې کمېټې د نورو غړو په ګډون د مالي ټیکاوو د کمېټې پنځمه غونډه جوړه شوه.

د دې غونډې په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د کمېټې غړو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ یادونه وکړه چې د مالي ټيکاو کمېټه غونډې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۳۴۰ ګڼې فرمان ۱۳۹۷/۰۹/۱۳ پر بنسټ جوړېږي چې د هېواد د مالي سکتور په اړه په کې بحث او خبرې کېږي.

ورپسې د افغانستان بانک د څارنې آمریت کارکوونکو د هېواد د مالي سکتور د فعالیتونو، آجراآتو او د مالي بنسټونو د فعلي وضعیت په اړه د آمارو او ارقامو په وړاندې کولو سره هر اړخیز راپور وړاندې کړ او یادونه یې وکړه چې که څه هم په نړۍ د کرونا وبا د خپرېدو له کبله د نړۍ ډېری هېوادونه په ځانګړې توګه کم پرمختللي هېوادونه متضرر شول، خو د افغانستان مالي سکتور په ښه حالت کې قرار لري او د غوره ټیکاو او پیاوړتیا په حال دی.

ورپسې له اجنډا سره سم د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي خالد پاینده خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې مالي ټیکاو د هېواد د مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لامل کېږي. نوموړي د سالم، پیاوړي او د باور وړ مالي نظام په برخه کې د مالي ټیکاو  د کمېټې رول اغېزناک وباله.

په دې غونډه کې د مالي ټیکاو په برخه کې پر یو شمېر نړیوالو منل شویو متغیرونو او معیارونود بحث او د نظرونو له تبادلې وروسته پر یو شمېر مواردو هوکړه وشوه او قوانینو په رڼا کې د مالي او بانکي نظام پیاوړتیا لپاره اړینې پرېکړې تر سره شوې.

د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې د دولتي کارکوونکو لپاره په مناسبه بیه د استوګنځایونو د جوړولو  په موخه د سوداګریزو بانکونو له لوري د پورونو په برخه کې د آسانتیاوود رامنځته کولو درې اړخیز هوکړه لیک د افغانستان بانک، مالیې وزارت او د افغانستان د بانکونو ټولنې تر منځ لاسلیک شو.

بانکونه په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پورونو د ورکړې له لارې د ټولګټو پروژو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.د افغانستان بانک هڅه کوي چې یاد سکتور د پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځه کولو لپاره وهڅوي او له دې لارې د هېواد اقتصادي څرخ په حرکت را ولي چې په دې سره به ټولیزه پرمختګ ته لاره هواره شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته