د ملګرو ملتونو د پراختیا سازمان (UNDP) له استازو سره غونډه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۰ - ۱۴:۳۵
د ملګرو ملتونو د پراختیا سازمان (UNDP) له استازو سره غونډه

۱۴۴۳ رمضان ۸ مه – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیا سازمان (UNDP) له مرستیال ښاغلي واختنګ سوانیدز سره د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې غونډه جوړه شوه چې په یاده غونډه کې د بانکي چارو په برخه کې پر موجوده وضعیت، رامنځته شویو آسانتیاوو او راتلونکو پلانونو خبرې وشوې.

په دغه غونډه کې د افغانستان بانک اقتصادي سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي او همکارانو د افغانستان د بانکي سکتور د فعالیتونو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیا سازمان استازو ته هر اړخیز معلومات ورکړل او په مالي او بانکي برخو کې یې د افغانستان بانک لخوا د اصولو او مقرراتو په رڼا کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي پسرلي وویل په مالي او بانکي برخو کې د افغانستان بانک سره د نړیوالو تعامل د خلکو په ګټه دی او دا چاره کولای شي خلکو ته د بشرپاله مرستو د رسولو په برخه کې اغېزناکه تمامه شي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیا سازمان مرستیال ښاغلي واختنګ سوانیدز هم خبرې وکړې او په مالي او بانکي برخو کې یې د (UNDP) له اړخه د همکارۍ ژمنه وکړه.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د پولي سیاست او مرکزي زون لویو آمرینو، له بانکي چارو د څارنې د لوی آمریت مرستیال او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیا سازمان د ګڼو برخو استازو هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته