د پښتني بانک د عملیاتي برخو د کارکوونکو لپاره د روزنیز پروګرام جوړېدل

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۷:۵۰
د پښتني بانک د عملیاتي برخو د کارکوونکو لپاره د روزنیز پروګرام جوړېدل

د ۱۴۴۶ محرم الحرام ۲۹ - د افغانستان بانک د پېرودونکو د حقونو د خوندیتوب، خلکو ته د معیاري بانکي خدمتونو د وړاندې کولو، خوندي، مناسبو او باکیفیته مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په موخه، د بانکونو عملیاتي څانګو د کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په لړ کې، د پښتني بانک د عملیاتي برخو د کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ کړ. په دې روزنیز ورکشاپ کې د یاد بانک د مرکزي او ولایتي څانګو مسئولینو په آنلاین او حضوري بڼه ګډون کړی وو.

د دې روزنیز ورکشاپ په پیل کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي فدا محمد فیضان خبرې وکړې او ویې ویل چې بانکونه مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په رامنځته کولو او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول ترسره کوي، ځکه عامه مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی د دې سبب کېږي چې د خلکو لپاره په اقتصادي فعالیتونو کې د ونډې اخیستلو زمینه برابره شي او د لوی اقتصاد لکه د ټولیزې اقتصادي ودې، دندو رامنځته کولو، د عاید د نابرابرۍ د کمولو او په ټولنه کې د فقر د کچې کمولو د اهدافو په تر لاسه کولو کې مثبت رول ترسره کړي.

ښاغلي فیضان زیاته کړه، له پېرودونکو څخه ملاتړ، د اړینو بانکي آسانتیاوو رامنځته کول، او مالي خدمتونو ته د خلکو عامه لاسرسی د افغانستان بانک د کاري لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې دې هدف ته د رسېدو لپاره له مشتریانو سره په ورین تندي چلند وکړي او په دې وسیله په یاد سکتور باندې د خلکو باور زیات کړي.

د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر وویل، سالم رقابت او په بانکي محصولاتو کې د نوښتونو رامنځته کول، د بانکي خدمتونو ښه کول، د مشتریانو د معلوماتو د محرمیت ساتنه، د دوی ستونزو ته رسېدنه، او مناسب چلند هغه اړتیاوې دي چې بانکونه باید ورته پوره پاملرنه وکړي.

د دې ورکشاپ په ترڅ کې، د مالي سکتور د مشتریانو له حقونو څخه د ملاتړ او د مشتریانو شکایتونو ته د رسیدنې په هکله د نړیوالو اصولو، مفهومونو، لارښوونو او سالمو کړنلارو، او د مالي شمولیت مناسبو لارو چارو په تړاو د عامه اعتبارات ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت کارکوونکو لخوا ګټور پریزنټیشن وړاندې شو.

د یادونې وړ ده چې د دې ورکشاپ په اوږدو کې د پښتني بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالواحد رحیمي د افغانستان بانک له لوري د دې ورکشاپ له جوړولو مننه وکړه او د دې ډول پروګرامونو په لاره اچول یې د بانکي سکتور د خدمتونو د لاښه کولو په برخه کې د ارزښت وړ یاد کړل.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته