د پیسو نړیوال صندوق د یوې ارزونې په اوږدو کې د افغانستان له اقتصادي او مالي سمونونو هرکلی وکړ

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۱۰:۰
د پیسو نړیوال صندوق د یوې ارزونې په اوږدو کې د افغانستان له اقتصادي او مالي سمونونو هرکلی وکړ

۱۴۰۰ کال د وري ۲۶ مه – د پیسو نړیوال صندوق د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د افغانستان لپاره د کریډیټ د آسانتیاد غځونې د نوي پروګرام (ECF) د لومړنۍ دورې د ارزونې له بشپړېدو څخه خبر ورکړ او هغه یې بریالۍ وبلله.

تمه کېږي دا راپور د ارونې او منظورۍ په موخه د روان ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون په میاشت کې د نړیوال صندوق اجرائیوي بورد ته وړاندې شي چې په پایله کې به یې له افغانستان سره ۱۴۷ میلیون امریکايي ډالر مرسته وشي.

د پیسو د نړیوال صندوق د ارزونې ټیم له افغان چارواکو سره د افغانستان د اقتصاد د جوړښتیزه سمونونو د رامنځته کولو په تړاو د افغانستان د ژمنو په پلي کېدو بحث کړی او د کرونا وبا د خپرېدو له امله د قرنطین پر مهال د افغانستان له لوري د اقتصادي پروګرامونود محتاطانه اوغوره مدیریت او د مالي نظام د ټینګښت په برخه کې د افغانستان د کړنو ستاینه وکړله.

د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د مالي او اقتصادي سمونونو په برخو کې د پیسود نړیوال صندوق له بریالۍ ارزونې خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د لوی اقتصاد د ټیکاو، د مالي او بانکي سکتور په برخه کې د سمونونو، د اسعاري زېرمو د اغېزناکه مدیریت او زیاتوالي، له مالي جرمونو سره د مبارزې، پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل، له اداري فساد سره د مبارزې او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او کاري زمینو برابرولو په موخه د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته